میدان وردګو نوې بند خونې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
جاويد احمد تنوير
په میدان وردګو ولایت کې نوې بند خونې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته
وسپارل شوه .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د امریکا متحده ایالاتونو د
اوه میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت په اولس نیم جریبه ځمکه کې نوې
بند خونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د دغه بند خونې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي
عبدالمجید خوږیاڼي وویل: له تېر یوه کال راهیسې په میدان وردګو ولایت کې
بند خونې شتون نه درلود او په دغه برخه کې ډیر ستونزې درلود،چې د دغه بند
خونې په جوړېدو سره په یاده برخه کې شته ستونزې لمنځه ولاړي شي.
نوموړي زیاته کړه،دغه بند خونه چې د یو نیم کال په موده کې په پاخه او
اساسي ډول په درې بلاکونو کې جوړه شوې او د توقیف خونو،ښځو او ماشومانو
په ګډون به په کې ټول اته سوه زندانیان ځای پر ځای شي،ډېر ژر به ورته د
عصري،دیني او حرفوي زدکړو زمینې هم برابري کړي.
ده د امریکا متحده ایالاتونو له سفارت څخه هم مننه وکړه،چې په دغه ولایت
کې د بندخونې جوړونې پروژه په ښه توګه سرته ورسوله،.
د بند خونو د عمومي ریاست امنیتي مرستیال تورن جنرال محمدعارف احمدي د
خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې هڅه به وکړي،ترڅو دغه بند خونې لباره
له مرکزي ادارې هر ډول سهولتونه چې امکان لري،برابر کړي.
د میدان وردګو د بند خونې مدیر مل پاسوال دولت محمد عزیز وویل : په دغه
بند خونه کې ټول ضروري ملحقات چې په یوه عصري بند خونه کې ورته اړتیا
لیدل کیږي،جوړ شوي خو په وینا یې د دغه بند خونې د ساتونکو کموالی او د
روغتیایي سهولتونو نشتون د دوی له اساسي ستونزو څخه دي.
د یادونې وړده اوس مهال د میدان وردګو ولایت په توقیف خونه کې د بیلا
بیلو جرمونو په تور درویشت تنه د بند شپې ورځې تېروي .