زابل دڅه باندی یولسو میلونو افغانیو په ارزښت وداني جوړیږی

جاويد احمد تنوير | دسمبر 4th, 2013


ددغه وداني دکار دپیل په مراسیمو کی دزابل والي محمد اشرف ناصري وویل چی یاده ودانۍ دیوه کال په موده کی دڅه باندی لسو میلونو افغانیو په ارزښت جویږی ، نوموړي زیاتوی چی دودانۍ لپار ه بودجه خپله ښاروالي ورکوي او نړیوالي کومکونکي پکی برخه نه لري ، ناصري وایی دغه ودانی داداري اطاقونو ترڅنګ دسلګونو کسانولپاره دغونډو یو لوی صالون هم لري چی په وینایی ورسره سم به ددي ولایت دغونډو دصالون دنشتوالي ستونزه هواره شی ،

ښاغلي ناصري وایی په خپل یوکلن او لس کلن ستراتیژیک پلان کی یی ددي ولایت دیوشمیر ولسوالیولپاره دسړکونو دجوړولو پلانونه هم شامل کړی چی په خبره یی ډير ژر به یی عملي کړي
په زابل کی دښاروالي لپاره نوي ودانی پداسی حال کی جوړیږی چی څو ورځي وړاندی هم په مرکزقلات کی دیوه لوی سړک درغولو چاري دښاروالي په مرسته پیل شوی ، محلي چارواکی وایی په سیمه کی یی رغنیز پروګرامونه پیل کړی او غواړی خلکو ته خپل خدمات ورسوي ،

Copyright Larawbar 2007-2024