شپږ امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 17th, 2013


اسوشیټید پریس د امریکایی پوځي منابعو په حواله راپور ورکوی چی نن د افغانستان د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالي کی یو هلیکوپتر ولوېد چی له امله یې شپږ امریکایی پوځیان ووژل سول او یو زخمي دی .
ناټو صرف دومره وویل چی د افغانستان په جنوب کی یو هلیکوپتر ولوېد او شپږ بهرني پوځیان پکښی وژل سوي دي .

له بلی خوا د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وویل چی دغه هلیکوپتر دوی وویشت او ټول سپاره پوځیان یې وژل سوي دي . خو ناټو تر اوسه د هغوی ادعا نه ده منلې .

اسوشیټیډ پریس زیاتوی چی سږ کال په افغانستان کی ۳۹۴ بهرني پوځیان وژل سوي دي چی ۲۹۷ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024