په كوټه كې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله
حبيب تاثير - کوټه
په كوټه كې بمي چاودنې تر يوه درزن پوري كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د ځايي پوليسو په وينا چې وايي: نن د پنج شنبې په ورځ د ډسامبر د مياشتې په نولسمه نيټه د ماښام تر لمانځه وروسته د كوټي د پښتون اباد په ميټا څلور لاري كې يوې بمي چاودنې يو تن وژلى او لس تنه نور يې ټپيان كړي دي،
كه څه هم تر دې وړاندې په كوټه كې په شيعه هزاره ګانو باندې په وار وار ډا ډول بريدونه شوي دي خو دا په دا وروستيو كې لومړۍ پېښه ده چې په پښتون مېشته سيمه كې رامنځ ته كېږي او يادو كسانو ته مرګ ژوبله اړوي، ياده دي وي چې تراوسه پوري چا د دنننۍ پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.