په امریکایی پوځ کی جنسی تیري ۵۰٪ زیات سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 28th, 2013


اسوشیتیډ پریس د امریکایی پوځ په حواله راپور ورکوی چی سږ کال په امریکایی پوځ کی جنسی تجاوزنه ۵۰٪ زیات سوي دي . راپور وایی چی تیر کال ۳۳۷۴ پوځیانو پر خپلو ځانو باندی د نورو پوځیانو لخوا د جنسی تیریو راپور ورکړی و ، خو سږ کال څه باندی ۵۰۰۰ پوځیانو راپور ورکړ چی د جنسی تیریو ښکار سوي دي .

راپور زیاتوی چی ډیري ښځینه پوځیانی نه غواړی چی پر ځانو باندی د جنسی تیریو راپور ورکړی دا ځکه چی لوړ مقامات یا خو هغه په باک نه راوړی یا دا چی نه یې منی . خو دا چی سږ کال ۵۰ ٪ زیاتو قربانیانو راپور ورکړ معنا یې دا ده چی اوس هغوی جرأت پیدا کړی دی چی خپل ږغ پورته کړی .

راپور وایی چی اوس هم ګڼ شمیر هغه ښځینه پوځیانی چی د جنسی تیریو قرباني سوي دي ، بیا هم نه غواړی چی شکایت وکړی او راپور ورکړی .

Copyright Larawbar 2007-2024