په زابل کی میشت فرهنګیان وایی دپوهني رئیس باید ددندي ګوښه شی
جاويد احمد تنوير
ددي ولایت یوشمیر فرهنګیانو او خبریالانو ورسته ترهغه دزابل دپوهني درئیس دلری کولو غوښتنه وکړه چی پدی ولایت کی تیره ورځ یو خبریال دپوهني درئیس په دستور دهغه دورور او اکا دزوي لخوا دپوهني دریاست دهغه راپور په غبرګون کی چی دفساد یادونه پکی شوی وه ووهل شو دزابل فرهنګي ګړي وایی دپوهني رئیس رحیم الله لودین خپل ورور نجیب لودین دځان دمشاویر په صفت دځان سره مقرر کړي دی خو نوموړی دکندهار پوهنتون محصل هم دی دغه کړي زیاتوی چی دهغه داکا زوي هارون کلیوال چی دټاکنو په دفتر کی کار کوي دخبریال دوهلو مسؤلیت لري ، دغه ګړي د ټاکنو له دفتر څخه هم غوښتنه کوی چی دخپل کارمند دموضوع په اړه پلټني وکړي ، که څه هم تیره ورځ دغه موضوع دټاکنو دمرکزدفتر ددارلانشا درئیس امرخیل سره شریکه شوی او هغه یی دموضوع دڅیړلو ژمنه کړي خو بیا هم رسنۍ غوښتنه کوي چی موضوع دپامه ونه غورځوي ، په ورته وخت کی دپوهنی رئیس رحیم لودین مني چی ورور او دتره زوي یی خبریال وهلي خو نوموړی وایی دهغه خبریال څخه یی بخښتنه غوښتي رحیم لودین وایی موضوع باید دومره جدی ونه نیول شي ځکه دی همیشه درسنیو سره دخبرونو دنشرولو پرمهال مرسته کوي ، دهیوا دیوشمیر ولایتونو او دپلازمیني کابل مرکزي دفترونو دخبریال زلمي حلیمي پروهلو ډبول اندیښنه ښکاره کړي ده ، د ارزګان ، هیلمند بادغیس ، هرات ننګرهار او خوست څخه رارسیدلي علامي دخبریال حلیمي پروهلو خواشیني ښودلي