زابل:خلك د سون توکود بيي دلوړوالي څخه سرټکوي

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2014


دزابل ولایت مرکز کلات اوسیدونکي د خوراکي او سون توکود بيي دلوړوالي څخه سرټکوي، دوی وايي دیوې خوا څخه یخني ده او بل لوري ته بیا ډیری خلګ اوزګار دي او دولت باید دبیو دټیټوالي په اړوند جدي ګامونه پورته کړي، بل لور ته بیا دزابل ښار دخلګو ستونزي پر ځای بولي او وایی چي د ازاد بازار له امله نه سي کولاي تر څو پر بيو کنټرول ولري ،خو بيا هم په دې برخه کي د خپلو هڅو د پيل خبر ورکوي

د زابل اوسېدونکي وايې چي له يوې خوا کار روزګار نسته او له بلي خوا د خوراکي او سون توکو بيي څو برابره لوړي سوي دي
ددې ولایت اوسیدونکي وایي له يوې خوا مرکزي دولت خلګو ته د کار په پيدا کولو کي پاته راغلي او له بلي خوا د خوراکي او سون توکو بيي هم لوړي شوي دي او باید دولت دنرخونو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي
دغه کسان له دولت غواړي چي دیخني په موسم کې دي پر نرخونو کنټرول زيات کړي
د کلات د ښاروالي مسئولين د نرخونو لوړېدل مني او زياتوي چي په دې برخه کي به جدي ګامونه پورته کړي
دکلات ښارال کریم الله حکیمي وايژ‎ي چي د ازاد بازار له امله نسي کولاي تر څو پر بيو کنټرول ولري ،خو بيا هم په دې برخه کي د خپلو هڅو د پيل خبر ورکوي
دیادوني وړده چې په مرکزکلات کې په داسی حال کې دخوراکي اوسون توکو دبیو دلوړوالی څخه شکایت کیږی چې هرکال پدې ولایت کې دیخني په راسیدلو سره دخوراکي ،غیرخوراکي توکو ترڅنګ دسون توکو بیي هم لوړیږي

Copyright Larawbar 2007-2024