شهيد

د لراوبر اداره | جنوري 28th, 2014


نيمه شپه ده
د لاس ګوتي نه معلوميږي
له ليري د سپيانو غپا اورېدل کېږي
يوازي باد د قبرونو سرته ولاړي جنډۍ رپوي.
د قبرونو خواته يو څو کسه وارخطاء را روان دي.
زه يې د پښو ترپى اورم.
له ږغونو يې داسي ښکاري، چي دوى څلور يا پنځه کسه دي.
د پښو ترپى او ږغونه يې وار په وار رانژدې کېږي
نيمه شپه ده
د لاس ګوتي نه معلوميږي
دادي ټول راورسېدل
دوى يو تن په غوسه دي
هغه ته سپکي سپوري وايي
( ته غواړې موږ رسوا کړې !؟)
بل کس په ډډ اواز پر ږغ کړ، ته د مرګ لايق يې، ته بايد نن شپه مړ سې.
يوبل کس، چي له قهره سمې خبرې نه سي کولاى د کلاشنکوف ګېټ راکشوي
څلورم کس په نيولي ږغ وايي، پام، چې ټک ونه کړې ! په دومره اسانۍ يې کله وژنو؟
د ولاړو خلګو له منځه يوکس، چي له ږغه تر دوى ځوان معلوميږي وايي، ( ماڅه ګناه کړې ده ؟ )
ډډ اوازي کس يې درې لغتې وهي ( تا په موږ خلګ خبر کړي دي.)
تا په راډيو کي زموږ پر خلاف خبري کړي دي.
له دې سره سم قهرجنو خلګو د ځوان په وهل شروع وکړه
ځوان يوازي د ( اه خدايه ! ) ږغ وکړ او را چپه سو.
قهرجن خلګ د ځوان په وهلو ستړي سول
دوى په خپلو منځو کي سره وايي، ( نور بس دى کار يې وسو. )
دوى بيرته پر هغه لار، چي راغلي وو، ولاړل
په قبرستان کي چوپتيا خپره سوه
د سپيانو لېري غپا نه اورېدل کېږي
د قبرونو پر سر ولاړي جنډۍ باد نه رپوي
هيڅ ږغ نه سته
نيمه شپه ده
د لاس ګوتي نه معلوميږي

٢٠١٤ – ٠١ – ٢٤
جمعه، نوى ښار کندهار

يادونه تېره شپه ناڅرګندو کسانو د هلمند ولايت يو سيمه ييز خبريال نوراحمد( نوري) په چړو وژلى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024