زابل داتویشت میلونو افغانیو او اتو میلونو ډالرو په ارزښت پروژی روانی دی
جاويد احمد تنوير
ددي ولایت دکلیو پراختیا او بیا رغوني رئیس انجینر محمد قاسم پوپل وایی په زابل کی یی دملي پیوستون له لاري دڅه باندي ۲۸ میلونو افغانیو په ارزښت کوچني پروژی روانی دی ، نوموړي زیاتوی چی پدغه پروژو کی دپلونو ، پلچکونو ویالو پخول شامل دي ،
ښاغلي پوپل وایی ددي ترڅنګ یی داتو میلونو شپږ سوه نهه دیرش زرو امریکایی دالرو په ارزښت لوي پروژي لکه ښونځي ، روغتونونه ، جوماتونه او سړکونه کار هم روان دی ،
په زابل کی که څه هم چارواکی وایی زیاتي پروژی ترلاس لاندي لري خو بیا هم په ولسوالیو کی دبیا رغوني ترځنګ خلک دټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی ،شملزو ، اټغر او نوبهار هغه ولسوالۍ دی چی خلک یی دلمړنیو امکاناتو څخه محروم دی ، ددغه ولسوالیو اوسیدونکي وایی دولت باید دژوند تیرولو لپاره ورته امکانات برابر کړي ،