کور / تازه خبرونه / ایاز صادق :پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي

ایاز صادق :پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي

اسلام اباد : دپاکستان او افغانستان دسیاسی اومذهبی ګوندونو مشرانو اولوړپوړو سیاستوالانو دافغانستان دسولې او پخلاینې او دپاآکستان دجماعت اسلامی ګوند دخداي بخښلی مشر قاضی حسین احمد دیاد په دوه ورځني نړیوال سیمینار کې ،په سیمې کې دامریکا دجنګ غواړو سیاستونو باندې په نیوکو سره له واشنګټن سره دکابل اواسلام اباد په اړیکو کې داحتیاط غوښتنه کړې ده دپاکستان دجمعیت علمای اسلام س څانګې مشر او دپاکستان ددفاع کونسل چیرمین مولاناسیمع الحق په دغې غونډې کې وویل دپاکستان حکومت باید له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې له امریکا سره له ايئتلافه ووځي او له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره له غوره او لاښولارو استفاده وکړي .سیمع الحق همداراز امریکا له طالبانوسره دسولې دخبرواترو دبیاپیلیدا لپاره دپاکستان دحکومت دهلوځلو په باب په ورانکارۍ تورنه کړه . همداراز دافغانستان دسولې اوپخلاینې دسیمینار په پرانیستونکو دستورو کې دپاکستان دولسی جرګې مشر سردار ایاز صادق هم ټينګار وکړ پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او په د غه هیواد کې دسولې دبهیر دپرمختګ لپاره هڅه کوي . دافغانستان پخواني لومړی وزیر احمد شا احمدزي هم په دغې غونډې کې وویل دافغانستان خلک له خپل هیواده دامریکایانو دوتلو غوښتنه کوي او نه غواړي دکابل حکومت له خوا له واشنګټن سره کوم امنیتي تړون لاسلیک شي .دافغانستان دسولې دلوړې شورا ویندوي مولوي شهزاد شاهد هم په افغانستان کې دسولې دټينګیدا او ددغه هیواد دسولې له لوړې شورا سره دملګرتیا لپار ه دپاکستان دحکومت درول لوبولو او مرستو غوښتنه وکړه