کور / تازه خبرونه / اوباما:دافغانستان جګړه ختموم

اوباما:دافغانستان جګړه ختموم

واشنګټن: دبي بي سي د خبر له مخې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما پخپله کلنۍ اوږده وینا کې د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ژمنه وکړه.اوباما پخپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، که چېرې کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو ډېر لږ امریکايي پوځيان به افغانستان کې پاتې شي. بارک اوباما وویل، چې د دغو پاتې کېدونکو ځواکونو د کار چوکاټ به د افغان ځواکون پر روزنې او همکارۍ پورې تړلی وي.ښاغلي اوباما وویل، افغانستان کې د روانې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته باید د ګوانتانامو زندان وتړل شي.اوباما د د امریکا د ۲۰۰۸ کال ټاکنیزو تبلیغاتو له پېر راهیسې د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کوي، خو دا دی ټیک پنځه کاله دغه ناتړلی پاتې دی.اوباما د مشرانو او ولسي جرګې غړو ته وویل: “پرایران زموږ له خوا لګول شویو بندیزونو موږ ته دا فرصت راکړ، خو غواړم په ډاګه درته ووایم چې: له ایران سره د امریکا او د متحدینو خبرو ایران ته دا فرصت ورکړ، چې د اتومي وسلو خپل پروګرام ته دوام ورکړي”.”۲۰۱۴ کال باید په بشپړه توګه د ګوانتانامو د زندان تړلو کال وي، خو دا کار باید افغانستان کې له جګړې پای ته رسېدو او له دغه هېواده زموږ د پوځيانو تر وتلو وروسته وشي”هغه کانګرس ته د دې موضوع په تړاو د ګواښ په لهجه وویل، که چېرې پر ایران د نویو بندیزونو لګولو قانون تصویب کړي، نو دی به یې “ویټو” کولو ته اړ شي.اوباما پخپله وینا وویل، چې له ایران سره دیپلوماتیکې خبرې “زموږ د ملي امنیت د خونديتوب لپاره ګټورې دي”.امریکايي ولسمشر وویل، القاعده اوس د نړۍ په هر ګوټ کې خپره شوې ده “په یمن، سومالیا، عراق او مالي کې باید له خپلو ملګرو او متحدینو سره د القاعدې د ځپلو لپاره لاسونه یو کړو، او په دغو هېوادونو کې د دوی جړې وباسو”.هغه وویل چې د امریکا متحده ایالات “اوس القاعده ماتې خوړلو ته نژدې کړې ده”.اوباما ژمنه وکړه، چې “۲۰۱۴ کال باید په بشپړه توګه د ګوانتانامو د زندان تړلو کال وي، خو دا کار باید افغانستان کې له جګړې پای ته رسېدو او له دغه هېواده زموږ د پوځيانو تر وتلو وروسته وشي”.هغه له کانګرسه وغوښتل، چې په دې برخه کې د ده لاسنیوی وکړي، ځکه چې پنځه کاله وړاندې یې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال هم د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کړې وه:هغه وویل چې د امریکا متحده ایالات “اوس القاعده ماتې خوړلو ته نژدې کړې ده”.”۲۰۱۴ کال کې باید کانګرس د ګوانتانامو د بندیانو دوسي یوې خوا ته کړي، چې په دې سره موږ ته په بشپړه توګه د دغه زندان د تړلو فرصت پیدا کېږي. د ترهګرۍ ضد جګړه یوازې په استخباراتي او پوځي هڅو نه کامیابېږي، بلکې پر خپلو قوانینو باید عمل وکړ او داسې یوه نمونه رامنځ ته کړو، چې نوره نړۍ یې هم تعقیب او عملي کړي”.اوباما وویل، د امریکايي اقتصاد غوړېدو لپاره به خپلې پوره هلې ځلې وکړي، خو شرط یې دا وباله، چې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ وېشل شوی کانګرس باید سره یو موټی شي.ده وویل، د خپل هېواد اقتصادي وضعیت باید دې حد ته ورسوي، چې نور چین د پانګونې لپاره غوره ځای ونه ګڼل شي.هغه وویل، چې ژر به د اقتصادي ودې د غوړېدا لپاره وړاندیزونه وکړي.