امنیتي تړون او د ولسمشر د تازه څرګندونو جاج
دا لاندي کرښي د ولسمشر د ۵/۱۱/۱۳۹۲ نیټې څرګندونو یو جاج او د نوموړی اوسنۍ او پخوانیو خبرو یوه مقایسه ده.
په دې وروستیو کي د امنیتي تړون پر سر د افغانستان د دولت او امریکا متحده ایالتونو تر منځ اختلاف او یو د بل په وړاندي دریځ نیوني ډیر حساس پړاو ته ننوتلي دي. ښايي پر دې راسره موافق یاست چي هیواد مو تر بل هر وخت، په یو حساس پړاو کي دی. زما غوندي ډیری هغه هیوادوال چي خبرونه اوري او د ورځي په تودو مسایلو پسي سر ګرځوي نو د امنیتي تړون په اړه به یې په ذهنو کي لاندي پوښتني ګرځي:
ایا د امنیتي تړون پر سر د ولسمشر دریځ او شرایط پر ځای دي؟
کومو خبرو ولسمشر د خپل تر ټولو نژدې او مهم متحد په اړه بدګومانه کړی دی؟
او ایا په دې اړه د ولسمشر ټولي څرګندوني سمي، منطقي او منصفانه دي؟
زما د مالوماتو سرچینې د ولسمشر پرونۍ خبري، د هغه د ځینو پخوانيو خبرو څخه زما یاداښتونه او زما خپل تحلیلونه دي، خو پر دې اعتراف کوم چي د لومړي لاس کره خبري او د پردې تر شا احتمالي مسایلو څخه اوس هم د ګوتو په شمار خلګ خبر دي؛ زموږ غوندي عام خلګ، د رسنیو د مالوماتو پر بنسټ خپل قضاتونه او تحلیلونه کوو. د امنیتي تړون غوندي جدي موضوع کي یو مخیزه د ولسمشر دریځ غندل او یا هم ړنده طرفداري، دواړه غیر منصفانه دي. راسئ مالومه کړو چي ولسمشر کوم څه ښه وايي، کوم څه نه وايي؟
الف پرونۍ رسنیزه غونډه:
ولسمشر د دې رسنیزي غونډي له لاري د امنیتي تړون په اړه د ده او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ روان تبلیغاني جنګ ته ادامه ورکوي او پر خپلو شرطونو یو ځل بیا، او تر پخوا لا توندو او نوو عباراتو پر خپل دریځ ټینګار کوي، د هغه څخه دفاع او د خپل طرف، دریځ غندي. د پروان، کابل، کندهار او لغمان وروستۍ پېښي مرموزي ګڼي او دا پېښي د تړون د نه لاسلیکېدو سره تړلي ګڼي.
ترڅنګ یې وايي چي تجربو او مالوماتو یې ورته ښوولې ده چي امریکا یو ضعیف مرکزي حکومت او ملوک الطوایفي غواړي تر څو د سیمه ییز زورواکانو له لاري د دباندنیانو واک او کنټرول نور هم غښتلی پاته سي.
۱- بګرام:
د «بګرام د طالب جوړولو فابریکه ده» خبره کوي او دا چي ولي یې د تړلو پریکړه کړې وه، په دې اړه خپل سرګذشت بیانوي. په دې اړه د بل ګراهام، جو بایډن او څو نورو امریکایي سناتورانو سره دده د یوې غونډي کیسه کوي:
«امریکایی سناتور راته وویل، موږ ستاسي خلګ په ډېر شمېر کي بندیانوو. موږ که پر چا کوچنی شک هم ولرو، بندي کوو يې. ما ورته وويل دا هغه کار دی چې روسانو په افغانستان کي کړی چې وروسته په افغانستان کي د لويی بلوا و بغاوت او جهاد لامل سو. راته و یې ويل چي یا! موږ ستر تاسيسات جوړوو او ستاسي د خاوري ډېر خلک زنداني کوو. ما ورته وویل تاسي نسئ کولای، نه مو پرېږدم چي دا کار وکړئ. ويل يې ته يو کس يې او زموږ مخ نسې نيولای”.
د بګرام زندان د وجود او هدف تر پوښتني لاندي راوستلو څخه د ولسمشر مطلب د امریکا او ناټو د ټولو عملیاتو تر پوښتني لاندي راوستل دي ځکه وايي چي ده ته په هیواد کي د امریکا د پاتېدو او جنګونو جاري ساتلو موخه نه ده مالومه او پر نیت یې شکمن دی.
۲ – د روان جنګ موخه پوښتل:
د هیواد په دننه کي جګړه بېځایه او بې دلیله ورته ښکاري. په دې اړه د یو خبریال د پوښتني په ځواب کي وايي:
«…یاني دوه ډېر مهم ممالک، چي په افغانستان کي دخیل دي او خصوصاً زموږ د سولي په پروسه کي د دوی نقش او کردار، حیاتي دی، هغه امریکا او پاکستان دي. که د طالبانو تحریک د پاکستان څخه کار کوي نو پاکستان په دې کي دخیل دی. او که د طالبانو تحریک په داخل کي د افغانستان دی او د دې ځایه کار کوي دا نو بیا زموږ داخلي خبره ده. نو بیا امریکا دلته د نظامي عملیاتو حق نه لري». د پاکستان د ښکېلتیا او امریکا د دوه مخۍ مکرر دلیل یې: «امریکا د ټروریزم په نامه دلته راغلې ده او دا یې بار بار ویلي دي چي دا اډې په پاکستان کي دي نو که دا اډې په پاکستان کي دي، واضح ده چي زموږ سوله او د سولي پروسه په پاکستان او امریکا پوري تړلې ده. که داسي نه ده امریکا دي اعلان وکړي چي څنګه ده؟ بیا دي راسره کښېني خبري دي راسره وکړي تر څو وضاحت راسي تر څو زه د افغانستان خلکو ته وضاحت ورکړم چي د افغانستان خلکو امریکا په دې کي بې اخیتاره ده.»
«داسي نه سي کېدای چي اعلانونه کوي، خو وضاحت نه ورکوي، موږ د افغانستان ملت واضح تګلاره غواړو».
۳- وضاحت راکړه که نه ووزه!
ولسمشر دغو فشارونو دې پایلي ته رسولی دی چي د امریکا غوندي متحد پر نه موجودیت فکر وکړي. د ده سیاسي مخالفین ښايي د هغه دا خبري د امنیتي تړون په اړه د لويي جرګې د پرېکړي سره په تضاد کي وګڼي خو ولسمشر بدګومانۍ هغه دې خبرو ته اړ کړی دی. ولسمشر وايي چي که «موږ د امریکا سره اړیکي غواړو، موږ د نړۍ سره سوله ییز ژوند غواړو، دوستانه ژوند غواړو، نژدې اړیکي غواړو خو دا اړیکي نسي کولای چي د دوی ګټي د افغانستان د خلکو د ژوند په قیمت ځانونو ته تضمین کړي. دا اړیکي نسي کولای چي د دوی ښېګڼي دې هیواد ته د هغه د کوچنيانو، مېندو او اولادونو په قیمت تمامي سي. د دې اړیکو او امنیتي تړون په بدل کي موږ د افغانستان د خلکو لپاره د هغوی د ژوند امنیت غواړو او د هغوی ژوند ته درناوی غواړو. که داسي نه کیږي، غوره دا ده چي دوی ولاړ سي او زموږ هیواد پخپله دا پرېکړه وکړي چي پر کومه لار روان سي. غوره به دا وي چي د دې سربداله حالت څخه خلاصون پیدا کړو» د دري خبرو ژباړه
۴ – متحد غندل او بدګوماني:
«داسي متحد موږ نه غواړو چي غله ته وايي غلا وکړه او د کور خاوند ته وايی کور وساته.«» یا به د غله سره متحد وي یا به د کور د خاوند سره»
وروسته زياتوي چي که امریکا اوس وايي چي د طالب سره جنګېدل نه غواړي او دی یې هم د دې خبري هرکلی کوي، خو امریکا دي دا هم ووايي چي د طالب سره نه جنګیږي، نو په څه پسي راغلې ده او ولي دلته پاته کېدل غواړي؟ د القاعده افغانستان مېشتي غړي خو له ۳۵ څخه تر ۴۰ نفره دي چي د ده په وینا دغه ناست کسان که پسي ووزي، نیولای یې سي.
د طلوع ټلوېزیون د یو خبریالي سره یې د تړون د ګټو او اهمیت په اړه سوال او جواب، د استدلال تر حده رسیږي او هلته د خپلو خبرو په یوه برخه کي وايي: «موږ خپل امنیتي ځواکونه کورنۍ جګړې ته نه، بلکې د خپلي خاوري څخه د دفاع په موخه يې غښتلي کوو.»
که امریکا موږ ته وايي چي تړون راسره لاسليک کړئ، زه ستاسي د عسکرو معاش ورکوم تر څو ستاسي خپل عسکر ستاسي په کلو کي په جنګ اخته وي، هیڅکله دا نه منو».
۵ – امنیتي تړون لکه ګندمک او ډیورنډ:
په بل ځای کي په بې سارې بڼه د امریکا سره تړون د ګندمک او ډیورنډ له تړونو سره ورته ګڼي او وايي د فشار د ورته والي له امله دې پایلي ته رسېدلی دی:
«که د سولي پروسه کاميابه نسي او افغانستان ته آمن رانسي ، نو د دې تړون پايلي به هم کټ مټ د ګنډمک او ډيورنډ د تړونو په شان خطرناکه وي»
هغه د ډیورنډ او اوسني تړون لاسلیک- مخکنى جریان او فشار سره ورته بولي: « عبدالرحمان خان د عین حالت سره مخ وو لکه نن چي موږ ورسره مخامخ یو. دلته موږ نن د پاکستان په حملو تهدیدیږو چي که قرارداد رانکړې پاکستان راځي او طالبان راځي نیسي دي، هلته عبدالرحمان خان په روس تهدیدیدی او ورته ويل کېدل که دا را نکړې روس راځي، دلته موږ تهدیدیږو چي که قرارداد را نکړې پیسې درباندي بندوو، هلته عین تهدید عبدالرحمان خان ته وو چي که قرارداد رانکړې پیسې درباندي بندوو او وسله نه درکوو دلته موږ ته وايي چي که قرارداد راکړې، پیسې ډېروو.هلته همدغسي ویل کېدل چي که قرارداد راکړې، پیسې ډېروو.
خو فرق پکی دی. هلته فشار یوازي پر عبدالرحمان خان او د ده پر ماحول وو دلته فشار د حکومت او رئیس جمهور تر څنګ پر ملت هم دی. رواني جنګ د افغانستان د ملت پر خلاف شروع سوی دی».
په دې برخه کي په اسانۍ سره ویلای سو چي د ولسمشر له خوا د امنیتي تړون او پخوانیو تړونو مشابه ګڼل د هغه د هغو هڅو ښکارندويه ده چي غواړي د تاریخ له منفي قضاوته ځان په خلاص کړي. په وروستۍ جرګه کې د غیرت خبره یادول او بیا دا وړاندیز چي بل ولسمشر دي تړون لاسلیک کړي، دا باور د منلو وړ ګرځوي.
۶ – د تاریخ درس:
«د خپل تېر څخه چي مو کوم درس اخیستی دی، هغه تړونونه چي مو پخوا کړي دي او هغه پایلي چي له هغو پخوانیو تړونونو څخه مو لیدلي یا اخیتسي دي، ابداً افغانسان تر فشار لاندي د کوم څه لاسلیکولو ته تیار نه دی. نه به فشار، تهدید او نه به هم زموږ د خلکو پر وړاندي اروايي جګړه موږ دې ته مجبور کړي، چي امنیتي تړون لاسلیک کړو. که ځي، خدای دې مل سي، دغه نن دي ولاړ سي». بل ځاى وايي: «زموږ بدمرغي له هغه ځایه راپیل سوه، چي موږ پر نورو ډاډ او باور وکړ».
۷ – د امریکا ملګرتیا او صداقت:
د یو ملګري په توګه، هغه د امریکا پر دریځ نیوکه کوي. دلته هم غوره ده چي د هغه خبري کټ مټ راواخیستل سي:
«متحد د خپل بل متحد سره د رواني جنګ د لاري کار نه کوي، د تضعیف او ټومبلو د لاري کار نه کوي، د بېرولو دلاري کار نه کوي.
موږ افغانانو ته دوستي بېله مانا لري. په دوستي کي صداقت وي، په دوستي کي مرسته وي، په دوستي کي همکاري وي او په دوستي کې صداقت ثابت وي.
داسي دوستي چي یو دوست په بل دوست پسي تبلیغ کوي، د هغه کورنۍ ور تضعیفوي، د هغه ملت ور ضعیفوي، د هغه اقتصاد ور ضعیفوي، د هغه بانکونه ور تضعیفوي، د هغه څخه پیسې باسي او دا تشویش اچوي چي پیسې مو وباسئ دباندي، افغانستان مخ پر تضعیف دی؛ دا دوستي نه ده!
متحد د متحد د اقتصاد په تقویه کي کومک کوي، متحد د متحد په نهادو او د دولت په تقویه کي کومک کوي.
برعکس نه کوي چي شپه او ورځ تبلیغات پسي کوي چي اقتصاد یې ور ضعیفه کړي او خلک یې ور وکوټي او خلک یې ور ضعیف کړي او رواني جنګ یې پر خلاف شروع کړي.
نو که امریکا غواړي زموږ سره متحد واوسيږي، امریکا دي زموږ سره د دوست په توګه کار وکړي نه د رقیب په توګه».
ولسمشر دلته د اروايي جنګ خبره کوي او د دې اروايي جنګ او فشار نښې حتا د دغه خبرو پر مهال د ولسمشر په څېره او لهجه کي لا څرګندي دي.
د لوړو څرګندونو څخه پر امریکا باندي د ولسمشر د ټولي بدګومانۍ څرک لګولای سو. تبلیغاتو او فشارونو که څه هم هغه سرګردانه کړی دی، خو د ده موقف یې نور هم ور تقویه کړی دی، ځکه تبلیغات دومره توند او مخرب دي، چي خلک د هغو په لیدو او اورېدو سره په خپله د ده خوا ته ور ټېله کیږي.
ب – تناقضات:
خو په نننيو خبرو کي یې ځیني تېرايستونکي خبري هم سته.
ولسمشر د بل هر سیاستوال په څېر، ځیني خبري لويي او ځیني بیا کوچنۍ او غیر مهمي ښيي.
په یادو خبرو کي د دې ډول متناقضو خبرو بېلګي:
لومړى: «جنګ د طالب سره نه دی». سمه ده چي طالب افغان دی، خو د نورو په واک کي دی او هیڅ لویه او کوچنۍ ډله یې اوسنی نظام نه مني. داسي هیڅ نښه نسته چي هغوی دي جوړي او سولي ته اماده وي او د ولسمشر دا خواخوږي دي صادقانه وبولي. طالب څه ډول افغان دی چي واک یې د بل سره دی؟!
دوهمه: «نړیوالو مرستو ته هیڅ اړتیا نه لرو». یو ځای د یوې انګلیسي خبریالي په ځواب کي وايي: « زه د مرستو د ورکړي په دغه ځانګړې رویه هیڅ وخت نه وم خوشحاله. ما هیڅکله په خپلو کتنو کي د نړیوالو څخه مرسته نه ده غوښتې. مرستي او د هغو رویه د دې باعث سول چي افغانستان ته د ښېګڼي پر ځای فساد او بې کیفیته چاري راوړي. د مرستو ځنډېدل به د عامو خلکو پر ځای، د دباندنیانو څو کسه قراردادیان خوابدي کړي». دا چي دا خبري څونه رښتیا دي، د ولسمشر پخوانۍ خبري، سفرونه، کتني، د نورو هیوادو سره ستراتیژیک تړونونه او د افغانستان واقعیتونه در یادول به ستاسي سره په قضاوت کي مرسته وکړي. د مرستو د ورکړي رویه په رښتیا هم ډېري ستونزي وزېږولې اما په ټولیز ډول د دولتي مامورینو د تنخا څخه نیولې بیا د مرکزي بانک تر پولي سیاستونو پوري هر څه په دباندنیو مرستو چلیږي.
د دې خبرو د ګډوډۍ بل دلیل په خپله د ده وینا او دریځ دی چي وايي د تړون غوښتونکی دی. نو د تړون لویه برخه خو همدا مرستي دي، څنګه ضرورت نه ورته لرو؟!
دریمه: ولسمشر باندنیانو ته د نه احتیاج خبره راپورته کوي. وايي چي اوس افغانستان د خپل اساسي قانون، خپلي ټاکلي لاري، پرمختګ، خلکو، قوم، لوستو ځوانانو او عسکرو خاوند دی اما د ښاغلي ولسمشر شاید دلته پام نه وي چي دی ځکه تړون لاسلیکوي چي عسکر یې تنخا ولري، لوستی یې څوک و نه وژني. د دغه څه نا څه پرمختګ تر شا که نن او سبا نړیوال ونه دریږي، نو دا هر څه په څو ورځو کي له منځه تلونکي دي. د ټاکلي لاري خبره یې ګونګه ده، ځکه په لوړو خبرو کي خو ځان د امریکا وضاحت ته منتظر ګڼي تر څو لاره وټاکي. خو بیا هم که ټاکلې لار د اساسي قانون پر بنسټ سیاسي ژوند ته ادامه ورکول وي، نو د هغه اساسي قانون د یوې ساده او اسانه غوښتني، مثلاً ټولټاکنو د پر ځای کولو وړتیا خو لا په موږ کي نسته. نو کومه ټاکلې لار مو مطلب دی ښاغلې ولسمشره؟
څلورمه: د حریف یا ګاونډي د اغفال لپاره به دا ښه وي چي ته هغوی ته ووايې زما په کور کي جګړه نسته، خو که دي حریف د جګړې مخکښ او ګاونډی د دې جګړې یو عامل وي، نو بیا په داسي ویلو سره څه ثابتول غواړې؟ دا اوازه چي په هیواد کي د جنګ یوازنۍ قوه طالب نه دی او روان جنګ بېلابېلي محرکي قوې لري ورځ تر بلي منل کیږي، خو په دې منځ کي په کلي ډول د جګړې ټول عوامل پر دباندنيو خلګو او طرفونو اچول هم واقعي نه برېښي. مخالفین د کلو د کورونو څخه د سپر کار اخلي خو په همدې کورونو کي یو ځای دوی هم اوسیږي. که ولسمشر ووايي چي د جنګ عوامل خارجي دي نو دا خبره یې تر ډېره سمه ده خو نوموړی بیخي د جګړې پر موجودیت منکر دی، چي دا هسي د واقعیت څخه سترګي پټول دي.
ج – پایله:
د ولسمشر ډېری ویري او بدګومانۍ پر ځای دي او د دې خبري د منلو وخت رارسېدلی دی، چي د تړون پر سر د ولسمشر دریځ تر ډېره پر ځای، منصفانه او منطقي وبولو. دلته د ولسمشر دریځ، ملي دی او باید په ملي کچه ترې ملاتړ وسي. د ولسمشر شرطونه د هیواد لپاره حیاتي دي، حتا که دا شرطونه و نه منل سي، هم لږ تر لږه د افغانستان په اړه د نړیوالو سیاستونو درک به ولګوي. ولسمشر سوله او جګړه دواړه پر امریکا ور اړوي. که څه هم دا کار ظاهرآ خطرناک مالومیږي، خو په ورته وخت کي دې تور ته غبرګون هم ډېر څه بیانولای سي. ولسمشر مخاطب ته وايي چي د فشار پر ځای وضاحت راکړه، د تهدید پر ځای وعده راسره وکړه، اما مخاطب تر اوسه ځان بې ځوابه ساتلی دی.
له بلي خوا داسي ښکاري چي د امنیتي تړون پر سر پر حکومت فشار او مخرب تبلیغات د ولسمشر دریځ نور هم پوخ کړی دی او هغه په کراره کراره اوس دغه تبلیغات پر خپله ګټه تماموي.
ولسمشر وايي تر فشار لاندي یم خو په څنګ کي خلکو ته دا هم تلویحآ وايي چي که زه پر حق نه وای، نو دا ټولو به ولي خیرني خولې راپسي خلاصولای؟ لکه څنګه چي د دې پوښتني ځواب څوک نه لري، نو له دې څخه وروسته که څوک دی (ولسمشر) غندي دا به په دې مانا وي چي غندونکی د امریکا د مبهم دریځ پلوي کوي.
خو ولسمشر اوس هم ټولي خبري سمي نه کوي. ولسمشر پر حق دی اما یوازي هله چي وايي سوله غواړم او تضمین غواړم، نه هله چي وايي مرستې نه غواړم او یا هم دا چي طالب یوه معصومه توتکۍ ده او امریکا یې په دې خاطر وژني چي تور رنګ یې نه دی خوښ.