کور / تازه خبرونه / بلاول: د طالبانو پر وړاندې له ”زوره” کار واخلئ

بلاول: د طالبانو پر وړاندې له ”زوره” کار واخلئ

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو زوی د هېواد له امنيتي ادارو غوښتي، چې د وسله والو ملېشو پر وړاندې له زوره کار واخلي.بلاول بوټو زرداري ويلي سياستوال بايد د هغو ګواښونو پر وړاندې له ‘خوبه راپاڅي’ چې د طالبانو په څېر ډلو له لوري رامنځته شوي دي.دی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې حکومت په هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتريخوالي د کابو کولو لپاره بېړنۍ خبرې پيل کړي دي.٢٥ کلن بلاول بوټو ويلي، چې د ۲۰۱۸ کال ټاکنو ته د درېدو په اړه فکر کوي په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي زرداري وويل پاکستان له وسله والو سره په خبرو ستومانه شوی او اوس د پوځي ګام پورته کولو اړتيا ده.خبرې اترې تل يو غوراوی دی، خو موږ بايد په يوه پياوړي دريځ کې واوسو. څه وخت له يوه قوي دريځ نه خبرې کولی شو؟ هغه مهال چې له موږ سره جنګېدونکو ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړو.”بلاول زرداري په خپلو خبرو کې وويل: ”زه غواړم يقيني کړم چې موږ يو سوله یيز، نيکمرغه او مترقي قوم ‘هېواد’ يو او دا زما د مور خوب و”.ده زياته کړه: ”خبرې اترې تل يو غوراوی دی، خو موږ بايد په يوه پياوړي دريځ کې واوسو. څه وخت له يوه قوي دريځ نه خبرې کولی شو؟ هغه مهال چې له موږ سره جنګېدونکو ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړو”.د پاکستان ملي اسمبلۍ د اورپکو هغو بريدونو ته د ځواب ويلو پر لارو چارو غږېږي، چې د دې مياشتې په لومړيو کې د پوځ د يوه کاروان په ګډون يې په وروستيو مياشتو کې کړي دي.د دوشنبې پر ورځ د سياسي هلو ځلو په تړاو د ملي اسمبلۍ غونډه پرته له کومې پرېکړې پای ته ورسېده.د غونډې د بې پايلې راوتو لامل د ګډونوالو هغه توپيرونه بلل شوي، چې ايا له طالبانو سره خبرې، چې حکومت يې پلوي کوي، وشي که نه.ښاغلي بوټو ويلي فکر يې کاوه چې په ۲۰۰۷ کال کې به يې د مور وژنه ‘هېواد راويښ’ کړي، خو سياستوالو د نظريو هغه موافقه چې د دوی کورنۍ جوړه کړې وه، ضايع کړه.دی وايي هغه مهال يو شمېر په دې باور و، چې د دوی لپاره به امريکا له طالبانو سره وجګېږي.بلاول بوټو زرداري وويل، غواړي د پاکستان د خلکو د ګوند نور مسووليتونه پر غاړه واخلي، چې په وروستيو ټاکنو کې يې ‘بده ماتې’ خوړلې وه.