په پاکستان کې تیر کال ۶۰۰۰ کسان وژل شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد: دتهران راډيو د خبر له مخې دپاکستان د امنیت دمطالعاتو او تحقیقاتو مرکز په یوه راپور کې وویل په تیر میلادي کال کې په هیواد کې په دوسله والوپه بريدونو کې شپږ زره (۶۰۰۰)ملکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي .د پاکستان د ا سلام اباد د امنیتي مطالعاتو او تحقیقاتو مرکز د طالبانو اووسله والو بريرونو او اقداماتو په باره کې په خپل کلني راپور کې وویل پاکستان په تیرو لسو(۱۰) کلونو کې له ترهګرۍ او سرزورۍ سره دمبارزې په حال کې وو او تیر میلادي کال په دغه هیواد کې خونړی کال وو .په دغه راپور ې ویل شوي دي چې په پاکستان کې په تیر میلادي کال کې په دوسله والو په حملو کې شپږ زره(۶۰۰۰) کسان وژل شوي او پینځه زره پینځه سوه (۵۵۰۰)نور ژوبل شوي