دپېښورسنيماوې لنډمهاله وتړل شوې
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:دپېښورپوليسودپېښورټولې سنيماوې دلنډمهال وخت لپاره تړلي ، يوځانگړى امنيتي پلان يې ورته په پام کې نيولى دى ، پوليسود سنيماوو مالکانو ته څرگنده کړې چې دخوندي امنتي پلان ترپلي کيدوپورې دې ټولې سنيماوې وتړي، د خوندي امنتي پلان ځينې اړين ټکي په گوته شوي، دسنيماووڅخه بهر به پټې کمرې (پټ تلويزيونونه) کلوزډسرکټ تلويزيون (سي سي ټي وي) ځاى پرځاى کيږي په په خوا او شا کې به امنيتي سرتيري دندې ترسره کوي ،له ١٨ کالو کم عمره ځوانان به سنيماته نه پرېښودل کيږي ،دفلم کتوونکي لپاره اړينه ده چې ملي پيژند پاڼه (قومي شناختي کارډ) ولري اويوه کاپي دسنيمادفترته وسپاري ،دسنيماچارواکي به دفلم کتوونکولپاره يوازې يوه لاره کاروي او د کتوونکوبه ښه لټون کوي دپېښور پوليس دې پلان ته هغه مهال ځيرشول چې په دوو سنيماگانو کې بريدونه وشول په يوې ٩ اوپه بلې کې ١٣ کسان ووژل اوگڼ ټپيان شول