کور / خبرتیا او پيغامونه / د ملي ژغورنې ورځي په اړه د عبدالمجید خوږیاڼي پيغام

د ملي ژغورنې ورځي په اړه د عبدالمجید خوږیاڼي پيغام

پوره پنځه ویشت کاله وړاندې په دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال د سلواغې
په شپږ ویشتمه نیټه د پخواني شوروي پوځ د ماتې له امله د افغانانو لپاره
د خوښۍ او ویاړونو ډکه ورځ ده .

وروسته له دې،چې په افغانستان کې د جګړۍ پرمهال د لس زرو په شاوخوا کې
شوروي پوځیان ووژل شول،د شپږو زرو په شاوخواکې معیوب او معلول شول او
زیات شمېر یې تراوسه پورې لادرکه دي،پنځه ویشت کاله وړاندې د سلواغې په
شپږمه د شوروي یرغلګرو ځواکونو وروستی قوماندان تورن جنرال ګروموف وو،چې
د حیراتانو له لارې په وتلو سره نړۍ ته وښوده،چې دوی مات او بریا د
افغانانو په برخه شوه .
د شورویانو له وتلو سره سم د وخت واکمن ډاکټر نجیب الله د یوه ځانګړي
فرمان په خپرولو سره د افغانانو لپاره له ویاړونو او خوښویو ډکه ورځ د
ملي ژغورنې یا ملي نجات په نوم ونوموله .
د ډاکټر نجیب الله د یاد فرمان له خپرولو سره سم،ټول افغانان د سلواغې
شپږویشتمه نیټې څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یادونه کوي،په دغه یادونه
کې،چې د سترو غونډو په جوړولو مشران ځوان نسل ته د خپلو لاسته راوړنو ډک
تاریخ بیانوي او دوی هم په راتلوونکو کې داسې تاریخ جوړونکو کارنامو
لپاره رابولي.
که څه هم شپږویشتمه نیټه زموږ لپاره له ویاړونو ډکه ورځ ده،د ستاینې ورځ
ده،د خوښۍ ورځ ده،د بریا ورځ ده، تل پاتې او نه هېریدونکې ورځ ده،خو
پرلپسو خپل منځې جګړو موږ د دغه خوښیو د لمانځلو په خوند پوه نکړو.
له افغانانو او په ځانګړې ډول د ځوان نسل څخه هیله لرم،چې نور د خپل منځې
وژنې او نا امنیو په لمنځه وړلو کې ونډه واخلي،دې د دریدلې هېواد ته د
سولې په راوستلو کې هلې ځلي وکړي،ترڅو راتلوونکي نسل ته مو یو پوره امنه
هېواد پرېښودلی وي .
په دې،هیله،چې موږ د یادې ورځې په څېر د داسې نورو ورځو شاهدان ووسو،چې د
ګاونډیانو ترڅنګ په دغه هېواد کې د ټولې نړۍ له لاس وهنې هم نجات او
ژغورنه ولرو .
د یوه سوکاله او ژغورل شوي افغانستان په هیله
عبدالمجید خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت والي