پکتيکا: ماين چاودنې د يوې کورنۍ٤تنو ته مرګ ژوبله اړولي
نن سهار مهال نږدې نهه بجې د پکتيکا ولايت شکين سرحدي ولسوالۍ د سليمانزيو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلورو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
ياد ماين د سولې او ثبات دښمنانو لخوا د پکتيکا ولايت شکين سرحدي ولسوالۍ د سليمانزيو په سيمه کې د ملکي وګړو په لويه لار کې خښ شوی وو، چې د ملکي وګړو په موټر وچاودېد او له امله يې ياده مرګ ژوبله رامينځته شوه، د ماين چاودنې له امله دوه مېرمنې شهيدانې شوې او دوه تنه نارينه ټپيان شوي دي چې د پوليسو لخوا سملاسي د ارګون روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د پکتيکا والي محيب الله صميم پېښه غندلې او د عاملينو د نيولو امر يې کړی دی.