کندهاروالي:خلګ خپلي ستونزي د دولت پر ځای په وسلوالو حلوي
16
د کندهار په لیرو پرتو ولسوالیو کي اوس هم خلګ خپلي ستونزي د دولت پر ځاي د وسلوالو طالبانو په مرسته حل وي
کندهار والی ډاکتر توریالی ویسا ددې ټکي د بیانولو پر مهال وویل چي ډېر ژر به ددې کار د مخنیوي په موخه په لیرو پرتو ولسوالیو کي عدلی او قضایی ارګانونه فعال کړي
خو د قضایي ادارو مسئولین وايي که امنیت تامین سي نو خپلو دندو ته چمتو دي.
که څه هم په کندهار کي چارواکي د امنیت او ښې حکومتداري خبري کوي خو ددې ولایت په ډيرو ولسوالیو کي عدلی او قضایی ارګانونه فعالیت نه لري
کندهار والی پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د عدلی او قضایی ارګانو د همږغي په غونده کي وويل چي لا اوس یو شمېر خلګ د دولت پر ځاي خپل حقوقي او نوري ستونزی د وسلوالو طالبانو په مرسته حلوي
هغه وايې ددې کار د مخنیوي په موخه باید په ولسوالیو کي عدلیی او قضایي ارګانونه فعال سي،او فعالي ادارې باید په کار کي شفافیت رامنڅ ته کړي
کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا وویل چي دا مهال په یوشمېر ولسوالیو کي عدلیي او قضایی ادارې فعالیت لري خو ولي خلګ ورته مراجعه نه کوي
هغه وايې ددې ستونزي د پیدا کولو لپاره چي خلګ ولی خپلي حقوقي او نوری ستونزی د دولت د عدلیي او قضایي ارګانو پر ځای په وسلوالو طالبانو حل او فصل کوي ،جدي هڅي وکړي،اوهڅه به وکړي چي په ولسوالیو کي ښه حکومتداري پیاوړې کړي
ویل کیږي چي د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه يوازي ۷ ولسوالي قاضي او څارنوال لري چي هغه هم د ولسواليو پر ځاي دکندهار په استناف محکمه کي ناست وي.
د عدليی او قضایي ارګانو مسيولین وايې که په لیرو پرتو ولسواليو کي امنیت تامین سي ،چمتو دي چي هلته خپله دنده اجراء کړي.