کور / تازه خبرونه / هلمند:دکوکنارو کر ۲۵سلنه زیات سوی

هلمند:دکوکنارو کر ۲۵سلنه زیات سوی

په هلمند کي د کوکنارو کرکیله ۲۵سلنه زیاتوالي راغلي دئ
دا څرګندوني ددې ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې مسئولینو د کوکنارو د له منځه وړولو د کمپاین د پیل پر مهال رسنیو ته کړي دي.
د هلمند د نشه یي توکو په وړاندي د مبارزې رئیس سید احمد ورور وايې دامنيتي ځواكونو د بې غورۍ ، دنشه يې توكو ګرم بآزار اوپه دښتي سيموكې د لمريزې بريښنا رامنځ ته كولو د كوكنارود کښت پراخوالي ته زمينه برابره كړې ده.
هغه وايي چي د کوکنارو د کښتونو د اړولو د كمپاين په لړكې به شاوخوا لس زره هكتاره ځمكه د كوكناروله بوټوڅخه پاكه سي.
تیر کال هم په هلمند کي په زیاته کچه کوکنار کرل سوي وه ،ولایتي چارواکي وايي چي ددوي لخوا اته زره هکتاره د منځه وړل سوي وه.