کور / تازه خبرونه / وسلوالو دبهر د استخباراتي کړيو دملاتړ سره -سره ماته خوړلې

وسلوالو دبهر د استخباراتي کړيو دملاتړ سره -سره ماته خوړلې

د کندهار چارواکي وايي په دې ولايت کي به د رای ورکوني ټول مرکزونه خلاص وي
هغوي وايې که څه هم وسلوالو طالبانو د يوشمېر هيوادونو د استخباراتي ادارو په مرسته د امنيت د ګډوډولو هڅه کړې خو د افغان ځواکونو د همږغي او د بهرنيو سرتيرو د مرستي پرته يې هغوي مات کړي دي.
د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد او ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايې وسلوال طالبان چي د بهرنيو هيوادونو د استخباراتي کړيو ترڅنګ يې د بهرنيو وسلوالو ملاتړ هم له ځان سره درلود له ماتي سره مخ سوي او ټولي سيمي د هغوي له شتون څخه پاکي سوي دي.
دغه چارواکي ډاډ ورکوي چي په کندهار کي د ټاکنو ټول مرکزونه په امن کي دي،خلګ پرته له کومي ویري د رای د ورکړي په پروسه کي ګډون کولای سي.

په ورته وخت کي د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس انجنير عبدالهادي داوري هم وايي چي په دې ولايت کي د ټاکنو لپاره ښه زمينه برابره ده
په خبره چي په کندهار کي د راي ورکوني ټول مرکزونه په امنيت کي دي او له دې اړخه هيڅ تشويش نه لري.

ويل کېږي، چې دا ځل به په کندهار ښار او ولسواليو کې ٢٤٤ مرکزه فعاله وي، چې شپږ سوه زره کسان به پکې خپله رايه وکاروي.
خو ددې برخلاف ويل کېږي، چې په کندهار کې د تېرو ټاکنو پر مهال يولس سوه زره او په نوې پروسه کې دوه سوه زره کسانو د رايي کارټونه اخيستي دي، چې ٥٣ زره يوازې ښځې تشکيلوي.