کور / هراړخیز / دوهم واده

دوهم واده

یو سړی چی ورزشکار ، چارشانه او ډیر تکړه و ، ښایسته میرمن او یو ماشوم یې درلود . لس کاله یې د واده تیر سوي وو او ماشوم یې څلور کلن و . ډیر ښه او خوشحاله کورنی ژوند یې درلود . خپله میرمن او زوی دواړه ډیر پر ګران وو . هغوی د یو آسیایی هیواد څخه لویدیځ ته تللی وو او هلته اوسېدل .

سړي په یو دفتر کی کار کاوه خو میرمن یې معلمه وه . څه موده وروسته یې په دفتر کی د یوې نجلۍ سره مینه پیدا سوه او کرار کرار دا مینه ډیرېده څو چی خبره واده ته ورسېده . سړي باید د غربی قانون له مخی لومړنۍ میرمن طلاقه کړې وای تر څو د هغې بلي سره یې واده کړی وای . له یوې خوا د دغی نجلۍ زیاتېدونکې مینه او د بلی خوا هم د خپلی وفاداره میرمنی او معصوم اولاد څخه بیلتون هغه دروند پیټیً و چی سړی یې تر لاندی زمولېدﺉ . چی هر ځل به یې د خپلی معشوقې ناز او نخرې لیدلې نو لیونی به سو چی څنګه هغه خپله کړی او میرمن پردۍ او له ځانه لیری کړی . آخر یې معشوقې ورته وویل چی یوه فیصله به کوې ، یا به زما څخه تیریږې او یا به هم خپله میرمن پریږدې .

سړی هم راغی او خپلی میرمنی ته یې وویل چی زه نور ستا سره ژوند کول نه غواړم . هغې ورڅخه وپوښتل چی ولی ؟ خیر کړې ، څه در پیښه سوې ده ؟ اعصاب دي پر ځای دي او که بل کوم مشکل لرې ؟ آیا په ما کی کوم نقص دی او که بله خبره ده ؟

سړي ورته وویل چی بس ، نور زه ستا سره ژوند کول نه غواړم . ښځی ورته وویل چی آیا د کومی بلی ښځی سره دی محبت پیدا سوی دی او که بل علت دی ؟ تر څو چی ما ته اصلی حقیقت او علت و نه وایی زه دې نه پریږدم . سړي ځان دوری هوری تیراوه او اصلی راز یې ورڅخه پټاوه .

دوې درې ورځی چی تیری سوې او سړی هماغسی بی محبته او بد وضعیته و ، نو میرمنی یې په ژړاوو پیل وکړ او ورته ویې ویل چی رښتیا راته ووایه ، څه خبره ده ؟ خو سړي حقیقت نه ورته وایه او ورځ په ورځ یې د هغې سره اړیکی خرابېدې . ښځه حیرانه او په غم کی ډوبه وه چی پر میړه می څه بلا نازله سوې ده چی یو دم داسی بدل سو . ټوله ورځ او شپه به یې غم کاوه او ګریوان به یې له اوښکو ډک و .

میړه یې پرله پسې ورته ویل چی زه او ته باید سره جدا یعنی طلاق سو . هغوی دواړه نور جدا جدا بیدېدل او هیڅ ډول مناسبات یې نه لرل خو فیصله یې دا کړې وه چی خپل کوچنی زوی به هیڅ نه خبرَوی .

دوې درې اوونۍ په دې ډول تیری سوې او میړه به یې هره ورځ ورته ویل چی که ته زما څخه طلاق نه اخلې نو زه مجبور کیږم چی له قانونی لاری رامخته سم . باالاخره یې میرمن دې ته مجبوره کړه چی د جدا کېدو قول ترې واخلی .

یوه شپه چی ناوخته له کاره راغی ، نو یو پاکټ یې ولید چی پر بستر یې پروت و . خو سړي هیڅ په باک هم رانه وړ ، او کله چی سبا راویښ سو او هغه یې راپورته کړ ، میرمنی یې له پاسه لیکلی وو چی زما د طلاق شرط . میړه یې هم ژر دا پاکټ خلاص کړ چی میرمنی یې داسی پکښی لیکلي وو :

دا چی ته ما حمتأ طلاقه کوې او نور زما سره ګډ ژوند نه غواړې ، نو دوه آسانه شرطونه لرم . لومړی دا چی زما سره به خپله دا وروستۍ میاشت هغسی په مینه تیروې لکه زموږ د ژوند لومړنۍ میاشت چی وه . دوهم دا چی یوه میاشت وروسته زموږ د زوی امتحانونه دي ، نو ځکه هغه باید هیڅ متأثره او حتی خبر هم نسي .

سړي چی دا دواړه شرطونه ولوستل نو په زړه کی ډیر خوشاله سو . ځکه ده فکر کاوه چی میرمنی به یې ډیری پیسې او مادی او مالی شرطونه پر ایښي وی .

معشوقې به یې هره ورځ ورڅخه پوښتل چی طلاق څنګه سو . کله چی سړي هغې ته د خپلی میرمنی دغه دواړه ساده شرطونه وویل ، نو هغې ډیر وخندل او ورته ویې ویل چی هغې ته په هر حالت کی طلاق ګوری ، خیر دی یوه میاشت دی بله هم درسره تیره کړی خو ګټه نه ورته لری .

میرمنی یې ورته وویل چی آیا ستا په یا د دي چی تر واده وروسته دی څو کاله هره ورځ د ډوډۍ خوړلو خونی ته په غیږ کی اخیستلم ؟ او ما به دواړه لاسونه ستا په غاړه کی اچولی وو ؟ او ډیره مینه به مو سره کوله ؟ او په ډیر ناز او محبت به دی پر څوکۍ کښېنولم ؟ میړه یې ورته وویل چی هو ، باالکل می په یاد دي . میرمنی یې ورته وویل چی دا یوه میاشت به کټ مټ ناز او محبت راسره کوې خو هر څه به قلبی وی نه تقلبی . میړه یې ورته وویل چی سمه ده ، ته چی طلاق ته حاضریږی ، زه هم دا هر څه د زړه له اخلاصه درسره کوم .

میړه به هره ورځ خپله میرمن د خوب له کوټې څخه د ډوډۍ خوړلو خونی ته په غیږ کی اخیستله او هغې به هم په ناز او محبت سره خپل لاسونه د ده په غاړه کی اچولی وو او پر مخ به یې ښکل کاوه . هره ورځ به یې نوي جامې اغوستلې او ښه عطر او خوش بویی به یې په ځان وهل .

په آخری ورځ یې میړه ته په داسی حال کی چی هغه په غیږ کی اخیستې وه ، وویل چی کالي می ټوله راباندی غټ سوي دي ، آیا په علت یې پوهیږې ؟ میړه یې ورته وویل چی یا ، نه پوهیږم . هغې ورته وویل چی ډنګره سوې یم او همدا علت دی چی ته می داسی په آسانۍ سره په غیږ کی اخیستلای سې . خو کاشکی چی دا حالت هیڅ پای ته نه رسېدای او خپل زوی مو نه بیګانه کېدای . دا مهال یې بې اختیاره خندا او ژړا سره ګډه سوه او زوی یې متوجه سو چی څه پیښه ده .

ماشوم چی د دواړو په ظاهري خوښیو او نازونو نه پوهېدﺉ ، داسی یې وپوښتل : مورجانی ! څه قصه ده او ته ولی داسی ژاړې ؟ مور یې ځواب ورنکړ او د خوب خونی ته یې وځغستل او هلته پر بستر پرېوتله او په لوړ ږغ یې بې اختیاره کریږی ووهلې . هلک حیران سو او د مور سر یې په غیږ کی ونیوﺉ او مسلسل یې مچوله او په معصومانه او مأیوسانه ډول یې پلار ته کتل . کله چی په قصه پوه سو ، نو پلار ته یې د کریږو په حال کی صرف همدا یوه خبره وکړه چی : پلار جانه ! ما له ځانه مه شړه ، زما مور له ځانه مه بېلوه . موږ دواړه ستا یو او ته هم یوازی همدا زموږ یې . هلک خپل لاسونه د پلار پر پښو راتاو کړي وو او په داسی حال کی یې ټینګ نیولی و چی مسلسل ریږدېدئ .

د پلار یې هم وجدان ، احساس او مسؤلیت کرار کرار بیداره کېدﺉ او د خپل بیګناه زوی او وفاداري میرمنی الفت ، محبت او صمیمیت اغیزه پر کوله . یو دم یې دواړه په غیږ کی ونیول او د پښېمانۍ څپو واخیستی .

سبا چی یې معشوقې احوال ورڅخه وپوښتی ، نو سړي ورته وویل چی زه د خپلی میرمنی او زوی څخه نه بیلیږم . هغې هم خپل لاس د ده پر تندي ونیوﺉ او ورڅخه ویې پوښتل چی تبه خو دې نه ده ؟ سړي ورته وویل چی یا ، جوړ او روغ یم بلکی دغه یوې میاشتی لس کاله شا ته بوتلم او بیرته یې هماغه نعمت راعطا کړ چی لس کاله پخوا می درلود . زه اوس په اصلی محبت پوه سوم حال دا چی ستا سره په مجازی او احساساتی عشق کی راګیر وم ، او نن ما خپل اصلی معشوق پیدا کړ چی په هر حالت کی یې له لاسه نه ورکوم . هغې هم دروازه په درب ووهله او پوچ ښکنځل یې ورته وکړل او ځنی ولاړله .

وروسته له دې یې د میرمنی او زوی سره ژوند تر پخوا هم ډیر خوږ او صمیمی سو او د تل لپاره یې د مجازی او بازاري عشق څخه توبه وکړه او د ښځینه حقوقو مراعات یې پیل کړ .

هو ، اسلام چی کوم حقوق ، عزت او حیثیت ښځو ته عطا کړی دی ، لویدیځ ټولنې ورڅخه بې برخی دي او نن عملأ ګورو چی د غربی ټولنو د هغو کسانو څخه چی مسلمانان کیږی ، ۶۵ سلنه یې همدا له تعلیمه برخمنی ښځی دي !

منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .