کور / تازه خبرونه / هلمند:چاودني ۱۴تنو ته مرګ ژوبله واړول

هلمند:چاودني ۱۴تنو ته مرګ ژوبله واړول

په هلمند کي چاودني ۱۴تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول
چاودنه د هلمند په مارجې ولسوالۍ په جمعه بازار کي د څای پر ځای سوي ماین له امله رامنځ ته سوې ده
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايې په چاودنه کي پنځه ملکي وګړي وژل سوي او ۹ نور ټپیان سوي دي
پېښه د جمعې په ورځ ماپښین د مارجې ولسوالۍ په هغه دودیزه میله کې وسوه، چې ګڼ شمېر خلک په کې د سودا لپاره راټول سوي وه.
تر اوسه کومي ډلي ددې پیښي پړه پر غاړه نده اخیستې