سميع الحق :دخبرو دوهم پړاوو به ژرپيل شي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 5th, 2014


نوښار:دپاکستان دولتي اژانس اى پي پي د خبر له مخې له طالبانو سره خبرو حكومتي پلاوي منشي عرفان صديقي او د طالبانو دپلاوي مشر مولانا سميع الحق وئېلي دي چې دواړه پلاوي په دې سلا شوي دي چې د خبرو اواړيکو لومړى پړاؤ پھ برياليتوب سره ترسره شو۔پر دوهم پړاوبه هم پريكړه وشي خو د دړهم پړاؤ دبرياليتوب لپاره به پھ دې پلاوو كې واك لرونكي خلك او قدرت لرونكي قوتونه شاملول وي چې خبرو پرمختگ روان وساتل شي او په سيمه كې امنيت ټينگ شي داخبرې مولانا سميع الحق دنوښار په اكوړه خټك كې گډې خبري غونډې ته وېنا پرمهال وکړى مولانا سميع الحق ووئيل چې هراړخيزې خبرې شوې۔د طالبانو لخوا د ډزبندۍ او د تشدد د ودرولو اعلانونه شوي او د امنيتي ځواكونو لخوا هم د عملياتو بندولو اعلان شوې۔د دې په رڼا كې مونږ د ټول حال څيړنه کړى او په دې خبره مو د اطمينان څرګندونه كړې چې دواړه پلاوي په لوى حكمت خوارۍ او هڅو دې پړاؤ ته رارسېدلې دي۔دوي داسې ماحول پېدا كړې چې طالبان او امنيتي ځواكونه په جنګ بندۍ راضي شوې دي په مهال د حکومتي پلاوي منشي عرفان صديقي ووئيل چې مونږ په نننۍ غونډه كې له صدراعظم محمد نواز شريف ته د وركړې شوې تجويزونو په اړه مولانا سميع الحق په اعتماد كښې اخستې۔مونږ ګڼو چې د تېرو 20 ورځو څخه د مذاكراتو چې كومه لړۍ روانه وه غوره نتيجې راوتې دي او د خبرو لومړي پړاؤ په ښه ډول ترسره شوې دې۔صديقي زياته کړه چې كه هر څو زمونږ اهداف پوره نه شول خو حالات تر ډېره حده د ډاډ وړ دي۔ده ووئيل چې وړومبې پړاؤ يو بل سره د مشورې د رابطې كولو او يو بل له د آسانې وركولو پړاو وو۔دا پړاو ترسره شوې اوس د پريكړې كولو پړاؤ راغلى چې په کې به مهمې پريكړې كول دي او دې ته مونږ د پريكړې دور وئېلې شو۔عرفان صديقي ووئيل چې حكومتي كمېټۍ دا محسوس كړې وه او مونږ صدراعظم محمد نواز شريف هم خبر كړې دې۔مونږ ته د مذاكراتو بل پړاو موثر فعاله نتيجه وركونكې او ګټھ ور جوړولو له په خپله لائحه كې څه بدلون پكار دى۔ده ووئيل چې بايد دخبرولړۍ روانه وساتل شي شي او د پريكړې پړاؤ له مونږ صدراعظم ته وړانديځونه وركړي دي او ده لارښونه كړې چې مونږ دې د طالبانوله پلاوي سره هم په دې اړه مشوره وكړو چې معلومه شي چې د نوي پړاؤ او د لائحې په اړه د دوي په ذهن كې څه وړانديځونه شته عرفان صدیقی ووئيل مولانا سميع الحق د پلاوي لخوا د دې خوښۍ څرګندونه كړې چې هغه صدراعظم محمد نواز شريف سره ليدل غواړي۔ مونږ به د وزيراعظم مصروفياتو ته كتلو سره وزيراعظم سره د زر تر زره ملاقات كولو له هڅې كوؤ او هيله ده چې په سلا به د خبرو دويم پړاؤ هم بشپړ شي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد امن په ځائې كول دي۔ دې لپاره به دا كمېټۍ موثر وي يا نوې كسان به شاملولې شي د دې پړېكړه به وزيراعظم په خپله كوي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې د طالبانو كمېټي هم د ترهه ګرۍ پېښو غندنه وكړي او طالبان هم د دې غندنه وكړي دې سره د خبرو عمل لا قوي شي او خبرې اترې به د نتيجې وړ ثابت شي۔ مولانا سمیع الحق ووئيل د دواړو كېمټو هڅو په سوب يو ګران پړاؤ ختم شوے۔ دواړو ډلو د ډز بندۍ اعلان كړې۔ دا يوه لويه كاميابي ده۔ داخله وزير چوهدري نثار علي خان هم وعده كړې وه چې د طالبانو لخوا د ډز بندۍ اعلان سره به حكومت هم د ډزبندۍ اعلان وكړي۔ دې سره قام د اطمينان ساه اخستلې۔ ده ووئيل ما يوه بله خبره هم كړې وه چې هغه عمل په طالبانو اچول سم نه دي۔ ده ووئيل ما طالبان او حكومت دواړو ته وئيلي چې يوځائې كېدو سره د درېم قوت درك ولګوي۔ ده ووئيل مونږ سره يو آپشن دى هغه مذاكرات دي په دې مهال د طالبانو د پلاوي غړي پروفيسر ابراهيم٬مولانا يوسف شاه ،اكرم الله شاهد٬مولانا حامد الحق حقاني او د حكومتي پلاوي لخوا ميجر(ر)محمد عامر٬رستم شاه مومند او رحيم الله يوسفزى هم موجود وو

Copyright Larawbar 2007-2024