د امريكا او پاكستان مناسبات خطرناك پړاو ته ننوتل

34 | جون 12th, 2008



برتانوي ورځپاڼي د امريكا او پاكستان اړيكي خرابي بولي او وايي، وروسته له هغه چي ايتلافي ځواكونو پر مومند ايجنسي بمبار وكړ، د پاكستان او امريكا مناسبات تر ټولو خطرناك پړاو ته ننوتل.
برتانوۍ ورځپاڼي په خپلو مطالبو كي ادعا كوي چي د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر له يوولسمي راپه دې خوا د امريكا او پاكستان اړيكي هيڅكله دونه نه وې خرابي لكه اوس.
ورځپاڼي وايي د امريكا او پاكستان ترمنځ اړيكي ځكه خرابې سوې چي پاكستان له قبايلي طالبانو سره په تړون كي د امريكا ګټي له نظره و ايستې.
امريكا، اروپا، ملګري ملتونه او افغان حكومت له قبايلي طالبانو سره د پاكستان د سولي پر تړون نيوكي كوي او وايي، چي هروخت پاكستان له خپلو طالبانو سره سوله وكړي، ورسره سم په افغانستان كي د حكومت او ناټو په وړاندي مقاومت او بريدونه ډېر سي.
افغان حكومت ادعا كوي چي په قبايلي سيمو كي طالبان روزل كېږي او بيا افغانستان ته د جګړې او ځانمرګو بريدونو دپاره لېږل كېږي، د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزى وايي د افغانستان جنوبي سيمو ته له پاكستان څخه طالبان را اوړي، چي د مخنيوي په خاطر يې بايد پاكستان او افغانستان دواړه يوه ګډه ستراتيژي جوړه كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024