کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / … ! صاحب لږ سترګي وغړوه

… ! صاحب لږ سترګي وغړوه

کرزی صاحب لږ سترګي وغړوه


نن صبا مونږ او تاسو د نړی والو ځواکونو د برحمانه وژنو شاهد یو چه هره ورځ په لسګو نو بیګناه کسان ددوی په عملیاتو او بمباریو کی وژل کیږی او ورځ تر بلی ډیریږی چه ښه بیلګه یی د جون دمیاشتی د (۱۱) نیټی بی رحمانه بمباری او عملیات چی د پکتیکا ولایت په اړونده سیمه کی شوی وی څلویښت تنه بیګناه افغانان یی شهیدان کړل  خو له بدمرغه بهرنی ځواکونه او دولتی چارواکی بیا هیڅکله هم دا خبره نه منی او د ولس چیغی نه او ری او ټول وژل شوی القاعده او طالبان بولی او دعامو خلکووژنه ردوی اوس نو افغان اولس هک پک حیران دی چه څه وکړی کرزی صاحب کله ژاړی او کله بیاهر څه تری هیر شی او Ø
 ¯ بهرنیو ځواکونو د لس کاله نورو پاتی کیدو غوښتنه کوی خوله بدمرغه چه دهغوی دپاتی کیدو ناوړه پایلو ته هیڅ پاملرنه نه کوی او نه هم هغوی ته دومره لارښونه کوی چه خپل سری عملیات بند کړی که نه نو ورځ په ورځ به د افغانانو په زړونو کی کینه او کرکه ډیریږی د هغوی کرکه به نه یوازی د بهرنیو ځواکونوپه وړاندی زیاتیږی بلکی په افغان ملی اردو او پو لیسو هم اعتبار نکوی ځکه ډیری داسی پیښ شوی چه د ملی اردو او پولیسو په شتو ن داسی ناوړه پیښی شوی دی چه عام وګړی وژل شوی دی. اوس پوښتنه داده چی که لس کاله دالړی همداسی دوام وکړی آیا نوربه په افغانستان کی داسی څو ک پاتی شی چه حکومت وکړی؟


او یا داچی داسی څوک پاتی شی چه څو ک حکومت پری وکړی ؟
زما په اند که دالړی یو کال نورهم دوام پیدا کړی نو دوی پیښی به هرو مرو رامنځ ته کیږی یا داچی اولس به نو ر دا کړه وړه ونشی زغملی او د بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندی په راپاڅیږی اویا به هم بیا ټول کډو کولو ته اړ شی .


اوس نوباید کرزی صاحب او دهغه اداره دغه مشکل ته یوه دحل لاره ولټوی ترڅو د بهرنیو ځواکونوخپل سری عملیات ،وژنی ،دکورونوتلاشی کول ،دبیګناه خلکو بندیانول یا ځورول…………………… اوداسی نو رو ته دپای ټکی کیږدی. اوس به تر ټولو غوره داوی چه دسولی لاره خپله کړی او دخبرو اترو له لاری مشکلات حل کړی    او یو قاطع تصمیم ونیسی ددی پرځای چه لس کاله نور هم مونږ د جنګ جګړو لاری و څارو باید دیوالی ،ورور ولی،بیارغونی او ملی پخلاینی خواته ګامونه واخلو نور پری نږدو چه دښمنان زمونږ په منځ کی دبیلتون سریندی و غږوی او یاهم هغو کسانو ته وخت ورنکړو چه بی اساسه خبری کوی او دØ
 �خصی ګټو لاس ته راوړلو لپاره ټول افغانان تر پښو لاندی کوی لکه شمالی ټلواله چه له یوی خوا ددولت ټولی لوړی چوکی ددوی به لاس کی دی او له بلی خوا یی ددولت او ملت پر ضد فعالیتونه شروع کړی دی او نه غواړی چه افغانان سره یو موټی شی  که په هیواد کی سوله ورور ولی او امنیت راشی بیا نو ددوی ځای په خلکو کی نشته اوبل هم ځینی رسنی چه بلکل غلط قضاوتونه کوی او دپردیو په لمسون داسی بی اساسه خبری کوی چه هیڅ منطقی دلیل نلری او یو اړخیز قضاوت کوی.


 اوس که خبره دمحاکمه کیدو او سول او ځواب وی نو لوړی باید هغه کسان چه حاضر دی خپل ځواب ورکړی او محاکمه شی او که بښنه وی نو که عمومÛ Œ بښنه وشی دابه ښه وی ځکه که مونږ دمور ومیری سلوک غوره کړو دابه بیاګرانه وی چه مخالفو ډلو ته قناعت ورکړو.


اوبل دپام وړ ټکی داچه ولی پاکستان له خپلو طالبانو سره مذاکره کولی شی او دنړی والو دتا‌ءید وړګرځی خو افغان حکومت نشی کولای ددی خبری اصلی علت دادی چه دافغا نستان حکومت له یونیم درجن ډلو ټپلو ترکیب  شوی که یوه ډله و غواړی خبری اتری وشی هغه بله ډله یی بیا ردوی چه داخبره حتی دکرزی صاحب او دهغه دمرستیالانو تر منځ هم یوه نه ده که کرزی صاحب دمذاکری خبری کوی خو احمد ضیا مسعود چه بیا کله دپنجشیر دسرک افتتاح کولو لپاره له کابل نه بهر ووزی داخبره په کلکه ردوی او هیڅ کله نه غواړی له طالبانوسره مذاکره وکړی او په همدی ډول ښاغلی خلیلی اونور. اوس به داخبره غوره وی
 چه کرزی صاحب نور له نرمو خبرو او هرچاته وخت ورکولو نه تیرشی او یو قاطع اوجدی تصمیم ونیسی که نه حالات به نورهم کړ کیچن شی بیا به یی سمول ګران وی.