کور / خبرتیا او پيغامونه / عادل اڅکزي صيب ته تسليت وړاندي کوو

عادل اڅکزي صيب ته تسليت وړاندي کوو

په ډېره خواشيني سره خبر سو چي د ځوان شاعر او ليکوال عادل اڅکزي صيب ،مشر اکا حاجي پايندخان اڅکزی پرون د زړۀ له ناروغۍ له امله په حق ورسېد، ( انالله وانا اليه راجعون )
حاجي پايندخان اڅکزی چي ٦٩ کلن وو،د ژوند خوږې شېبې يې دمحکوم پښتانۀ قام په خدمت کي ولګولې،
سياسي تړاؤ يې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره وو،چي دمحمودخان اڅکزي له نژدې ګوندي ملګروڅخه ګڼل کېدی،
نوموړی د روان عيسوي کال د جون د ماشتي پر  ١١ مه  غرمه مهال د کويټي په اولسي روغتون کي په ورپېښه ناروغي ومړ،چي وروسته يې په همدغه ورځ ماځيګر مهال په محکومه پښتونخواچمن کي په خپله پلرنې هديره کي چي په ګلداره باغيچه کي موقيعت لري خاؤرو ته وسپارۍ ،
له لوی خدای ( ج ) څخه مرحوم ته فردوس جنت په برخه غواړو او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو،
فقط
جنوبي پښتونخوا کويټه

تبصره نسته

  1. د دستار سړي په شمار دي
    نن د جون دوولسمه نېټه خبر شوم، چي د ګران ورور عادل اڅکزي ترۀ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، زه په خپل وار سره ښاغلي عادل او د دۀ ترۀ ارواښاد حاجي پاينده خان اڅکزي کورنۍ ته تلپاتى زغم او صبر غواړم او خپل ځان له دوى سره د دوى په دې غم غمجن بولم.
    دا چي نوموړى د پښتنو د يوۀ ملپتال ګوند له سرلارو څخه و، نو زه ډېر په ارمان سره وايم چي موږ تل خپل دا ډول مشران چي ژبې او قوم ته يې خدمتونه کړي، له مرګه وروسته را په ياد شوي او د تلين غونډې مو يې جوړې کړې دي، خداى دي د ارواښاد حاجي پاينده خان اڅکزي روح ښاد او فردوس جنت په برخه کړي او موږ ته دي خداى توفيق راکړي چي د دوى غوندې خپل دې ځپلي قام ته د خدمت او چوپړ وړ وګرځو.

  2. دروند او پياوړی ورور عادل اڅګزی صاحب !
    ستاسو د لراوبر اداره او ټول همکاران تاسو اوستاسو درنې کورنۍ ته د لوی خدای له درباره د زړه صبر او ستاسو خدای بخښلي اکا ته د مغفرت لاسونه پورته کوو.
    انالله و انا اليه راجعون