کور / شعر / افغانان

افغانان

داپه زړونو کي اوسیږي
په دردونوکي اوسیږي
دجانان مینه ژوندی ده
په لالونو کي اوسیږي
داپه وینو لاله زاره
له کابل تر کندهاره
هره شپه ناشودي ویني
په ظلمونوکي اوسیږي
هربچی یې ژړیدلی
هره پیغله مره وره
هر بډا یې ځان ستي کړ
په بمونو کي اوسیږي
ټولي هیلي یې نیمګړي
ټول حواس یې باخته سوي
هرزلمی یې زخمي سوی
ناورینونوکي اوسیږي
په تاریخ چا نه دي لیدلي
چي یوقام به دومره سوزي
ده تاریخ پاڼه یې سره کړه
په اورونوکي اوسیږي
ده جهان همدردوواوری!
دوی تر څوبه سره یوبل
ده پریدیوپه لمسون کي
نفرتونوکي اوسیږي
آخرولي داسي ولي؟
په نامه پښتانه وژني
ترهګري هم پر سپره ده
کړاونوکي اوسیږي
دوی ترڅوبه سره یوبل
لاس تر زنه سره ناست وي
د یوروڼ سهار په تمعه
په خیالونو کي اوسیږي


ټوله ژوند یې افساني شو
همسایه یې تماشې کړي
ده نړۍ ورته په کرکه
په ګواښونوکي اوسیږي
ده نړۍ قامونوواوری
داانسان ولي ارزان شو
دي طوفان په مخه کړي
په مرګونوکي اوسیږي
دوی وائ یوکلئ نړۍ شوه
دې جدت ته خوشالیږي
زه وام نوم ده استعماردی
په رازونوکي اوسیږي
کله ما ده ځان اشنا کړي
کله تا ده ځان اشنا کړي
داښېراز ورته عجیبه
په سوچونوکي اوسیږي


محب ښېراز
کلاسیف الله سهیلي پښتونخواه