د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وسوه
عطاالله محمدي
د ننګرهار سلګونه استوګنو د سره رود ولسوالۍ په بګرامیو کلي کې د یوې پراخې غونډې په کولو سره د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کې د قرانکریم له تلاوت څخه وروسته د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او د ډاکټر اشرف غني د کمپاین ولایتي مسول نصرت الله ارسلا د ډاکټرغني د اهدافو او طرحو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل دا طرحې د افغانستان د واقعیتونو او لومړیتوبونو په اساس جوړشوي او ډاکټرغني یې د پلي کولو پوره ظرفیت لري.
وروسته ډاکټرزرعلي معروف،قومي مشر محمد اکرم بشریار،مدني فعال ډاکټرخوشال قریشي او د محصلینو په استازیتوب سیف الله د ډاکټرغني د شخصیت،سابقې،کارونو او اهدافو په اړه خبرې وکړې.
دوی ډاکټرغني د افغانستان رهبرۍ ته ترټولو وړ،عالم،مقدس او متعهد شخصیت وباله او ډاډ یې ورکړ،چې د ولس په پراخ ملاتړ به د هغه په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ګټي.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر په استازیتوب د زون مطبوعاتي مسول ارشاد رغاند له راغلو خلکو مننه او غوښتنه وکړه،چې له بدلون او دوام ټیم څخه خپل ملاتړ د رایه اچونې تر ورځې محدود نه کړي او د ټاکنو په څارنه او د درغلیو په مخنیوي کې هم مرسته وکړي.
بلخوا:د جلال اباد ښار د مختلفو سیمو د ځوانانو ټولنو یوشمېراستازي په جلال اباد کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي دفتر ته راغلي وو او د دفتر له مسولینو سره په لیدنه کې یې له بدلون او دوام ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دوی په استازیتوب پښتون رحماني،الفت پاڅون،نعمت الله او جهانګیرخبرې وکړې او ویې ویل،د بدلون او دوام ټیم د کمپاین او ملاتړ لپاره په داوطلبانه ډول پوره همکارۍ ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده،چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ټول فعالیتونه د زون د عمومي دفتر په همکارۍ او سرپرستۍ مخته ځي او هره ورځ زرګونه تنه د نوموړي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلانوي.