امريكا پر ډيورنډ پوله د بريد ويډيو خپره كړه – وېډيو  Video

عظیم ممتاز | جون 13th, 2008


امريكا پر پاك افغان [ډيورنډ] پوله د بريد ويډيو خپره كړه – وېډيو


امريكا د پاكستان او افغانستان پر پوله د هغه كړكېچن بريد ويډيو خپره كړې، چې په كې يوولس پاكستاني پوځيان ووژل شول.
امريكا ويلي چې د ويډيو څخه مالوميږي چې امريكايي پوځيانو ضرور وبلله چې پر هغه جنګياليو بريد وكړي چې د طالبانو سره مرسته كوي.






تر دې وړاندې هم د امريكا د دفاع وزارت د پاكستان په قبايلي سيمو كې د بريدونو اجازه وركړې وه.
د امريكا د دفاع وزارت پينټاګون په يوې خپرې شوې خبرپاڼه كې ويلي چې امريكايي پوځيانو دا كړنه د خپل ځان د ساتنې په موخه كړې، دوى ويلي چې اول د طالبانو له خوا پر دوى بريد وشو.
ويډيو چې د بې پېلوټ الوتكې له خوا اخيستل شوې، ښودل شوې چې يوه وړه ډله له يوه غره څخه پر بهرنيو ځواكونو بريد كوي، خو په كېمره كې بهرني ځواكونه نه دي ښودل شوي.
د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د دې پيښې سخته غندنه كړې او ويلي چې د پاكستان خپلواكي په خطر كې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024