جلال اباد:په ننني بریدونو کي ۲۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

اسدالله زړه سواند | مارچ 20th, 2014


د جلال اباد ښار پرلومړۍ حوزه او شاهي ماڼۍ وسلوال بريد او درنې چاودنې سوي.
دغه چاودني نن سهار شا او خوا پنځه بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې ته څېرمه رامنځ ته سوي او وروسته وسلوالو ډله ایز بریدونه شروع کړي دي
په سیمه کي ځایي خبریالان وايې چي هلته اوس هم ډزي او د چاودنو ږغونه اورېدل کیږي،عیني شاهدان وايې تر چاودنو وروسته وسلوالو پر شاهي ماڼۍ هم بریدونه سوي دي
ويل کیږي چي په یادو چاودونو او وسلوالو بریدونو کي د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون ودانۍ هم زیانمنه سوې ده.
د جلال اباد ملکي روغتون رئيس ډاکتر همایون زهیر د رسنیو په خبرو کي ويلي چي تر دې دمه له سیمي ورته ۲۰ټپیان او ۴مړي ور وړل سوي دی.
وسلوال بریدونه او چاودني اوس هم روان دي
امنتي سرچینه وايې د ریزرف قطعې قوماندان او د لومړی حوزې امر وژل سوي دي
وسلوالو طالبانو د پیښی پخلۍ کړي او وايې چي زیاتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده

Copyright Larawbar 2007-2024