کور / تازه خبرونه / ننګرهار: ځانمرګو ډله ايزه حمله کړې ده

ننګرهار: ځانمرګو ډله ايزه حمله کړې ده

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کي ځانمرګو ډله ايزه حمله کړې، چي د چارواکو په وينا مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي په دې حمله کي درې تنه مړه سوي او د لسو په شاوخوا کي ټپيان دي.
چارواکي وايي حمله د ولايت مقام ته څرمه د پوليسو پر يوه مرکز سوې ده، چي ښايي مرګ ژوبله يې تر دې لوړه سي.
د والي وياند وايي بريد کوونکو اول خپل موټر چاودلی او بيا يې پر مرکز حمله کړې ده.
دا حمله په داسي حال کي کېږي، چي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته دوې اونۍ پاته دي او طالبانو د انتخاباتو د ګډوډۍ ګواښ کړی دئ.