د زابل پر امنیه قوماندانۍ وسلوال برید سوی
چارواکي وايې نن سهار شپږ بجې وسلوالو چي تر اوسه يې شمېر ندي معلوم د زابل پر امنیه قوماندانۍ برید کړي
ویل کیږي چي د برید پر مهال د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي ټپي سوي دی
د زابل امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونۍ وايې په برید کي ددوي یو پولیس ټپی سوي او یو وسلوال ژوندی نیول سوی او بل ټپی سوی دی
تر اوسه وسلوالو طالبانو ددې برید په اړه کوم څه ندي ويلي