هلمند:۹وسلوالو او پولیسو ته مرګ ژوبله

اسدالله زړه سواند | مارچ 26th, 2014


په هلمند كي د نښتې په ترڅ كي پنځه تنه وسلوال او دوه سرحدی پولیس وژل سوي

د هلمند د رسنیو دفتر په یوې خبرپانه کي ويلي چي ياده سوې نښته د دوشنبې په ورځ ناوخته د خانشين ولسوالۍ د سرې كلا په سيمه كې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چي سرحدي پوليس د وسلوالو له يوه كمين سره مخ سول چي ددې كمين په ترڅ كې پنځه تنه وسلوال وژل سوي دي.

ددې نښتې په ترڅ كې دوه تنه سرحدي پوليس هم وژل سوي اودوه نورټپيان سوي دي.

ويل کیږي چي له وسلوالو پنځه ميله سپكې اودرنې وسلې اوپه زياته اندازه مهمات اوچاوديدونكي توكي سرحدي ځواكونوترلاسه كړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024