په کابل کې د نوروز جشن ولمانځل شو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
يادداښت دا راپور دبي بي سي او پژواک خپري اژانس پرمټ برابرشوى
کابل: په کابل کې د نوروز د جشن د لمانځلولپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي وو. په دې جشن کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، پاکستان او څینو نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و. مراسم د کابل ارګ ماڼۍ کې ترسره شول.افغان ولسمشر حامد کرزي دغو مراسمو ته د بهرنیو مېلمنو او چارواکو هرکلی وکړ.دغو مراسمو ته د تاجکستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو سربېره، د د ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان ځینې لوړپوړي چارواکي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم راغلي دي.ولسمشر حامد کرزي پرانیستونکې وینا کې بهرنیو او کورنیو مېلمنو ته هرکلی ووایه.وړاندې د افغانستان حکومت ویلي وو، چې د نوروز جشن به د پغمان تپې په نوې جوړه شوې ماڼۍ کې لمانځل کېږي.د کابل لوېديځ پغمان تپه یوه لویه تفریحي سیمه ده.خو افغان چارواکو بیا وروسته وویل، چې د نوروز جشن د پغمان تپې ماڼۍ اړوند د ځینو ودانیزو چارو د نیمګړتیاوو له کبله په ارګ ماڼۍ کې لمانځل کېږي.خو داسې ښکاري، چې د ارګ ماڼۍ د امنیتي دلایلو له کبله ټاکل شوې وي، چې تر نورو ځایونو نسبتاً خوندي ځای دی.د نوروز جشن لمانځلو پرورځ کابل کې زیاتره لارې تړل شوې او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.د نورز جشن د تیاریو د کمیسیون د دار الانشاء مشر ګل آغا احمدي وردګ ویلي، چې کابل د نوروز د پنځم نړیوال جشن کوربه توب کوي.دی وايي، چې په دغو مراسمو کې به د قرغیزستان، ایران، تاجکستان، اذربایجان، ترکمنستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو او یونیسکو چارواکي ګډون کوي.نن سهار وختي، په ارګ کې د نوي کال په دغه مېله کې د افغانستان له بېلابېلو برخو هنرمندانو ځانګړې دودیزې جامې اغوستې نڅاوې او اټنونه کوي.په افغانستان کې د کال لومړۍ ورځ د (نوروز مېله) په نندارو وړاندې کولو او موسيقۍ پیل شوه.په دغو مراسمو کې د ګډونوالو شمیر شاوخوا دوه زره دی.ظاهراً د پغمان تپې ماڼۍ د چارو د نیمګړتیاوو له کبله د نوروز جشن ارګ ته لېږدول شویدغې مېلې ته د سيمې هېوادونو يو شمېر ولسمشران او لوړپوړي چارواکي د ميلمنو په توګه راغلي.د ایران ولسمشر حسن روحاني د پنجشنبې په ورځ دغه جشن کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی.د ایران رسمي خبري اژانس د ښاغلي روحاني له قوله ویلي، چې کابل ته یې د سفر اصلي هدف په نوروز جشن کې ګډون کول او د سیمې له مشرانو سره کتل دي.دغو مراسمو ته د پاکستان ولسمشر مامون حسین حسین، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف او ځینې نور چارواکي هم کابل ته تللي دي.د رسمي لمانځنې ترڅنګ دغه مېله په ټول افغانستان کې د کنسرتونو او موسیقۍ په اجرا کولو ترسره کېږي.پر دغه ورځ يو شمېر تلويزيونونه ژوندۍ خپرونې لري او سندرغاړي مخامخ سندرې وايي.د نوي زیږدیز کال لومړۍ ورځ د افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي ادارې (یونيسکو) له خوا د نړۍ په ناملموسو فرهنګي میراثونو کې شامله شوه.د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا مېله منع او له اسلام سره په ټکر کې بلل کېده، خو په وروستيو کلونو کې دا مېله بیا په شاندارو مراسمو لمانځل کیږي.: د افغانستان ولسمشر په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن په مراسمو کې په سيمه ييزه کچه د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې وويل، د نوروز نړيوال جشن د دې لامل کېږي، چې د نوروز حوزې هېوادونه يو له بل سره نږدې شي او د ستونزو د لرې کولو لپاره يو له بل سره همکاري وکړي.هغه زياته کړه: ((دغه جشن د همپالنې او سيمه ييزې پراختيا لپاره ښه پلمه او فرصت دى.))کرزى وايي، تر هغه چې سيمه ييزه همکاري موجوده نه وي د دې سيمې هېوادونه نه شي کولاى چې له ترهګرۍ او نورو موجوده ستونزو سره مبارزه وکړي.هغه زياته کړه: ((زما هيله دا ده، چې له يو بل سره همکاري وکړو، تر څو په دې سيمه کې امنيت او سوله ټينګه شي.))کرزى وايي، سره له دې چې د دې سيمې هېوادونه د نړۍ په غني برخه کې پراتې دي ، خو د ځينو ستونزو له امله يې لازم پرمختګ نه دى کړى.ده وويل، چې د افغانستان خلک د نوروز په جشن کې له کوره بهر وځي، سمنک او هفت مېوې جوړوي، نوي کالي پر تن کوي او په کابل، بلخ او نورو سيمو کې مېلې جوړوي د پاکستان ولسمشر په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن په مراسمو کې د سيمې د امنيت لپاره پر ګډ کار ټينګار وکړ او ويې ويل چې هېواد يې په سيمه کې د سولې راوستو ته ژمن دى.په دغو مراسمو کې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران ولسمشر حسن روحاني، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال،د اذربايجان، قزاقستان او ځينو نورو هېوادنو استازي ګډون لري.د پاکستان ولسشمر ممنون حسين په دغو مراسمو کې وويل: ((زه ډېر خوشال يم، چې په کابل کې د نوروز په جشن کې ګډون کوم او دغه مراسم ډېر ښه جوړ شوي دي.))هغه وويل، چې نوروز د همپالنې په مانا دى او هغو هېوادونو ته خوښي بښي چې ګډ فرهنګ لري.هغه زياته کړه: ((د نوروز جشن ګډ نمانځل د سيمې د هېوادونو پيوستون ښيي او ګډ فرهنګ د خلکو د نږدې کولو يوه پياوړې وسيله ده.))حسين وايي، د نوروز نړيوال جشن د دې لامل کېږي، چې د نوروز حوزې هېوادونه يو له بل سره نږدې شي او د ستونزو د لرې کولو لپاره يو له بل سره همکاري وکړي.هغه زياته کړه، چې د دې سيمې هېوادونه ګډ تاريخ او فرهنګ او د سولې او هوساينې د راوستو لپاره ګډه غوښتنه او روحيه لري.دى وايي: ((موږ کولاى شو چې سولې او هوساينې ته لاسرسى پيدا کړو، خو په دې شرط چې له موجوده ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړو.))هغه زياته کړه: ((پاکستان ژمن دى، چې له ټولو ګاونډيو هېوادنو سره ښه ګاونډيتوب ولري. موږ د هرې هغې هڅې ملاتړ کوو چې د سولې لپاره کېږي.))د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د دغو مراسمو په افتتاحيه وينا کې په سيمه ييزه کچه د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.د ايران او تاجکستان ولسمشرانو هم په دغو مراسمو کې ويناوې وکړې، چې وروسته به خپرې شي.موسيقي، اتڼ، چوب بازي او ځينې نور تفريحي پروګرامونه هم د دغو مراسمو برخه و. دغه مراسم نن سهار پيل شول او تر شاوخوا دوو بجو يې دوام درلود.ټاکل شوې وه ياد مراسم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ترسره شي، خو چارواکو ويلي چې هلته د دغو مراسمو لپاره د جوړ شوي قصر کارونه نه دي بشپړ شوي.دا د نوروز پنځم نړيوال جشن دى.دغه مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي چې ملګرو ملتونو نوروز د ”نړۍ معنوي ميراث“ وباله.د نوروز نړيوال جشن په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې په ايران، په ١٣٩١ کال کې په تاجکستان او په ١٣٩٢ کال کې په ترکمنستان کې ترسره شو.د ایران ولسمشر حسن روحاني کابل کې د نوروزو نړیوال جشن مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د سیمې هېوادونه باید د پسرلي په راتګ سره منځلاري غوره کړي او له سخت دریځۍ سره مبارزې ته یو او بل ته اوږه ورکړي.ښاغلي روحاني وویل، د نوروز حوزې هېوادونو مشران باید “غوسه کینه له زړونو وباسي او همپالنه پیاوړې کړي”.هغه وویل چې د سیمې هېوادونه باید منځلاري غوره وکړي او په یوه خوله سولې ته خلک راوبوليایراني ولسمشر همداراز وویل، سږ کال نوروز په یوه داسې هېواد کې لمانځل کېږي، چې د جګړې او سخت دریځۍ قرباني شوی او له سخت دریځۍ سره یې په وار-وار مبارزه کړې ده، چې په وینا یې په “کمزوريتوب کې یې سر راپورته کړی او خپله ازادي یې بیا ژوندۍ کړې ده “.حسن روحاني دا هم وویل چې “په وروستیو څو لسیزو کې بهرنیو “ښکېلاکګرو” افغانستان کې د تاوتریخوالي تخم شیندلی چې تر ډېره یې زیان ولسي افغانانو ته اړولی دی”.هغه په ارګ کې د نوروز جوړو شویو مراسمو ته وویل، ایران پر افغانستان هر راز تېری غندي، او هیله یې دا ده چې په نوي کال کې د افغانستان خلک په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.د هغه له خبرو ښکارېده، چې په زړه کې ډېر څه لري، خو ویې ویل چې نوروز یو کلتوري جشن دی، او سیاسي خبرې باید په کې ونه شي.د ایران دغه مشر د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره هیله وښوده، چې دغه ټاکنې د افغانستان د ارامۍ او پرمختګ لامل وګرځي. دتاجکستان ولسمشررحمن د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد په تړاو وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کولای شي د اروپا او اسیا د دوو لویو مرکزونو د یوځای کېدو لامل وګرځي.د ارګ یوه بل مېلمه او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، چې نوروز د لیدو کتو یوه داسې زمینه برابروي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي.ښاغلي رحمن وویل، چې د سیمې هېوادونه خوږې اوبه او ډېرې طبیعي زېرمې او انرژي لري، چې په سمې ګټې اخیستلو یې هېوادونه له فقر او بې وزلۍ راوتلی شي.رحمن د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد په تړاو وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کولای شي د اروپا او اسیا د دوو لویو مرکزونو د یوځای کېدو لامل وګرځي.