پخلا: د تېر کال په اوږدو کي تر يو ميليون زيات ناروغان تداوي سول

عطاالله محمدي | اپریل 2nd, 2014


پخلا: د تېر کال په اوږدو کي تر يو ميليون زيات ناروغان تداوي سول
د کندهار عامي روغتيا رياست په تېر ١٣٩١يم کال کي زياتي لاسته راوړني لرلي دي، چي ځيني پروژې يې اوس هم دوام لري.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا نن د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کي د خبري ناستي پر مهال وويل، د تېر کال په اوږدو کي د کندهار په کچه ١٣٩٧٥٩٦ تنه ناروغان تداوي سوي دي.
پخلا زياته کړه: “د سوء تغذي ٢١٨٧٤ اړوند واقعات موږ ته راغلي، چي له اصولو سره سم لارښووني او غذايي مواد ورکول سوي دي. ٩٩٧١٩ کوچنيان واکسين سوي دي. زموږ له صحي مراکزو څخه ٨١٦٢٧ ښځي واکسين سوي دي. په ټولو صحي مراکزو کي ٢٤٠٥٢ ولادات سوي دي. ٨٠٥ ښځي د ولادت پر مهال عمليات سوي دي. ٣٣٣٠٣ ناروغان په صحي مراکزو کي بستر سوي دي.”
پخلا د خبرو په دوام وويل، د کندهار په ميرويس روغتون او د بولدک ولسوالۍ په روغتون کي ١٣٠٠٩ جراحي عمليات ترسره سوي او ٩٦٠٤ يونټه وينه هغو ناروغانو ته، چي اړتيا يې ورته درلوده، تطبيق سوې ده.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر پخلا زياته کړه: “١٨٢٣٨ تنه د ايچ ای وي وايروس لپاره کتل سوي چي د دوو ښځو په ګډون يوولس تنه يې مثبت ول. په صحي مراکزو کي ٥٧٦٥ کسان د ملاريا ناروغۍ لپاره کتل سوي، چي له دې جملې څخه شپږ پېښې د ملاريا اعصابي ناروغۍ وې او ٨٥ تنه يې د ملاريا د سليم شکل تثبيت سوې، چې دا د نورو کلونو په پرتله په کندهار کي د ملاريا ناروغۍ کمښت په ګوته کوي. د پوليو ناروغۍ په اړه ١٦ او د شري ناروغۍ په اړه يو کمپاين ترسره سوى چي په ترڅ کې يې د کندهار ولايت مقام، اطلاعات او فرهنګ، پوهني رياستونو او داسې نورو ارګانونو په مستقيمه همکاري وتوانېدو چي په کندهار کي د پوليو هيڅ مثبت پېښه ونه لرو. ٦٤ شخصي خپلسري درملتونونه په کندهار ښار کي تړل سوي او ٢٨ درملتونونو ته اخطار ورکول سوی دى. همداراز په لومړۍ ربعه کي ٣٢، په دوهمه ربعه کي ٤٢ او په دريمه ربعه کي ٤٠ ټنه تر وخت تېر درمل سوځول سوي دي.”
ډاکټر پخلا وويل، ٩٥ تنو ډاکټرانو ته جوازونه ورکړل سوي چي د هغوی د جوازونو ٧٠٠ زره افغانۍ ماليه تحويل سوې ده. هغه زياته کړه، د عامي روغتيا رياست له خوا ١٤ لويي او وړې ساختماني پروژې پلي سوي، چي مهمه پروژه يې د دامان ولسوالۍ په عظم کلا کي يو بشپړ روغتيايي مرکز او په اتمه ناحيه کي د شهيد محمد طاهري بشپړ روغتيايي مرکز جوړېدل دي او په ځيني صحي مراکزو کي وړې پروژې لکه رنګمالي، د اوبو منابع، چاردېوالي په ځينو ځايونو کي د سپورټ سپارښتنه سوې ده، چي د ټولو جمله ١٤ پروژې کېږي.
هغه وويل: “په صحي علومو انسټيټيوټ کي دوې څانګې اضافه سوې، لکه لابراتوار او د فارمسي څانګه چي عملاً ٥٠ تنه په لابراتوار او ٥٠ هم په فارمسي کي په تدريس بوخت دي، دا د هالېنډ مرسته ده. روانې پروژې ١٤ ته رسېږي چي له مهمو څخه يې يوه د ماشومانو د سوء تغذي د واقعاتو تداوي ده، چي د يونيسف مرستندويه ادارې له خوا د ٦ ميليونه ډالرو په لګښت ترسره کېږي او د روان کال د ډسمبر مياشتي پوري به دوام وکړي. بله پروژه په صحي برخه کي د ٣٦ قابلو روزنه ده چي د يوې مرستندويه موسسې له خوا يې مالي لګښت ترسره کېږي، تر دوو کلونو وروسته به د ولسواليو په کچه په صحي برخه کي کار کولو ته چمتو وي، دغه راز پلان لرو چي عينو زېښنتون په يوه ولادي روغتون بدل کړو.”
ډاکټر پخلا زياته کړه، پلان لري چي د ښار او ولسواليو په کچه د نويو زېږېدونکو ماشومانو لپاره ١٤ لوى او ٢٠٠ کوچني امبولانسونه وپلوري، چي د ولسواليو او کليو په کچه به هلته ولاړ وي او شديد ناروغان به په بېړني ډول تر صحي مراکزو پوري رسوي.
پخلا د وروستۍ خبري په ډول زياته کړه، دغه راز پلان لري چي د واکسين لپاره يوه بېله درې منزله ودانۍ جوړه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024