دکندهارټاکني د پاکستان ناکامه هڅي

اسدالله زړه سواند | اپریل 6th, 2014


د اوږده انتظار وروسته بالااخره د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ د کندهار زرګونو نارينه او ښځينه وګړو د يوه نوي ولسمشر او د ولايتي شورا د استازو د ټاکلو لپاره رايه ورکړل.

دا ټاکنې د وسله والو مخالفينو او د بهرنيو هېوادونو د ګواښونو سره سره د امنيتي پېښو پرته ترسره سوې، خو د ٢٤٤ مرکزونو څخه لس يې همداسې په تهديد کې پاته سول او رايه اچونه پکې ونه سوه.

کندهار والي او امنيه قوماندان د ټاکنو په ورځ رسنيو ته معلومات ورکړل، چې تر ټولو مهمه پکې د وسله والو مخالفينو برخلاف د ګاونډيو هېوادونو ناکامه هڅه وه، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره يې کړې ده.

والي ډآکټر توريالي ويسا وويل، چې پاکستان د ډيورنډ کرښې د ها غاړې څخه پر افغان خاوره توغنديز بريدونه کړي، خو سرحدي پوليس يې په کلکه مقاومت کړى.

دغه بريدونه د کندهار په معروف، ارغستان، ښوراوک او سپين بولدک ولسواليو کي سوې دي، خو تلفات يې نه درلودل.

هغه د پاکستان ددغې کړنې غندنه وکړه او زياته يې کړه، چې افغانان تل د دغه هېواد سره په ځانګړو وختونو کې د مرستې هڅه کړې، خو پاکستان بيا يوه ښه همسايه برخلاف هڅه کړې، چې د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي.

والي د شنبې د ورځې انتخابات په هېواد کې بې ساري او بريالي وبلل او زياته يې کړه، چې د کندهار اوسېدونکو د وسله والو د تبلغاتو او اندېښنو پروا ونه کړه او خپلې رايې يې وکارولې.

ويسا په دې برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوې هم وستايلې، خو د ټآکنو د ممکن کېدو په برخه کې يې د خلکو او رسنيو هڅې بې ساري وبللې.

که څه هم په کندهار کې د ټاکنو ورځ امنيتي پېښې کمې وې، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د بې غورۍ تر څنګ په ښار او ولسواليو کې د درغليو راپورونه ورکړل سوي دي.

د تلوکان خبري پاڼي خبريالان د کندهار ښار او ولسواليو تر شلو زياتو د رايې ورکولو مرکزونو ته ورغلي او هلته يې موندلې، چې يو شمېر کسانو د درغليو هڅه کړې ده.

په يوه کارټ دوه ځله رايه ورکول، د رايي ورکولو پرمهال د يوه کانديد مشخصول، صندوق ته د لوېدلو پاڼو بيا کتل، د ګوتې رنګ د پاکولو وروسته دوهم وار رايه ورکول، د انتخاباتو له بهير څخه د کانديدانو د ناظرينو ترڅنګ خبريالانو ته د څار نه اجازه او د رايي پاڼو کمېدل په دې برخه کې لويي ستونزې دي.

ددې ترڅنګ ځينې مرکزونه د سهار اوو بجو برخلاف يو ساعت ناوخته پرانيستل کېدل او د اصلې وخت څخه څلور ساعته مخکې تړل کېدل او يو شمېر مرکزونه هيڅ نه پرانيستل کېدل هم په ټاکنو کې د ستونزو په توګه يادېدې.

ددې ترڅنګ د ټاکنو مرکزونه په داسې موقيعتونو کې جوړ شوي وه، چې د خلکو لاسرسى نه وو او حتى داسې کسان تلوکان خبري پاڼي وموندل، چې عمرونه يې د ١٤ او ١٥ کلونو تر منځ وه.

کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې امنيتي چارواکو يوه داسې ښځه نيولې، چې غوښتل يې په يو ځل شل کارټه استعمال کړي.

ددې سره په خوا کې ځينې قومي مشران، د ټاکنو کمېسيون مامورين او د کانديدانو ناظرين هم نيول شوي، چې د يوه مشخص کانديد لپاره يې کار کاوه.

والي وويل، چې د رايي پاڼو د کمېدو وروسته يې مرکزي اداره په جريان کې کړې او بيرته يې ضايع شوى وى زيات کړى او د انتخاباتو موده يې د نهو ساعتونو څخه لسو ته غځولې ده.

زموږ خبريال د رايي ورکولو د مرکزونو څخه دليدنې پرمهال ډلې – ډلې کسان ليدلي، چې ساعتونه – ساعتونه يې د رايي ورکولو لپاره نوبت ايستئ او په کېلو مترونو لار يې وهل.

شنونکي په يوه داسې هېواد، چې وګړي يې جګړې ځپلي وي او د مخالفينو پراخ ګواښونه موجود وي، د خلکو پرېمانه ونډه نه منوونکي بولي.

Copyright Larawbar 2007-2024