نن د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلانیږي

اسدالله زړه سواند | اپریل 12th, 2014


د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین وايې په افغانستان کي د کارول سوو رایو یو برخه به نن اعلان سي
هغوئ وايې له ۲۴ولایتونو ۸۰ سلنه د رای پاڼي مرکز ته رارسیدلي دي او په پلان کي ده چي یوه برخه يې نن اعلان سي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وايې دغه توکي ځیني يې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له طرزالعمل سره سم ندي انتقال سوي نو ځکه قرنطین سوي دي
او په دې برخه کي يې اوس هم پلټني رواني دي
بلخوا ته د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مسئولین وايې د ښکایتونو د څېړولو پروسه يې پيل کړې ده
ددې کمیسیون ویاند نادر محسیني وايې مخکي له دې چي د ټاکنو لومړنۍ پايلي اعلان سي ،ددوی سره د ۱۷۳۴ ثبت سوو،شکایتونو د څېړلو پروسه يې پیل کړې ده
دده د معلوماتو له مخي چي مخکي تر دې چي لومړنۍ پايلي اعلان سي،دوي به دا پروسه پای ته ورسوي
د ویلو ده چي د روان کال د حمل یا وري ۱۶ په ټول افغانستان کي ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته د رای ورکړي ورځ وه
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخي په دغه پروسه کي ۷میلیونه افغانانو برخه واخیستل او خپلي د خوښي وړ نوماند ته یي رایه ورکړه،چي ډېری يې دا مهال د ټاکنو پایلو ته انتظار باسي.

Copyright Larawbar 2007-2024