کندهار:په وسلې لوبي پولیسو ته مرګ ژوبله واړول

اسدالله زړه سواند | اپریل 21st, 2014


د کندهار سيمه ايز چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې دوو پوليسو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته، چې په وسلو يې لوبې کولې ده.

دغه پېښه تېره ورځ مازيګر پنځه بجې د ارغستان ولسوالۍ په سپينکي پوسته کې سوې ده.

د کندهار د رسنيو مسول دواخان مينه پال وايي، چې په پېښه کې يو تن وژل سوى او ټپي سوى دى.

چارواکي د ورته پېښو لامل د پوليسو نه روزنه يادوي.

ددې سره په خوا کې يو دوه ملکي وګړي د ميوند ولسوالۍ په شاهي کارېز سيمه کې پر ماين ختلي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د کندهار د رسنيو دفتر لراوبر ته په يوې لېږلي پيغام کي ويلي، چې ياد کسان پر موټرسايکل سپاره وه، چې يو يې وژل سوى او بل يې ټپي کړى دى.

بلخوا د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په عليزو کلي کې څلور کړۍ ماينونه د پوليسو له لوري کشف او شنډ سوي دي.

همداشان وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ په اخترزي کلي کې د کوکنارو د اړولو پر کمپاين بريد کړى، خو تلفات يې نه دي اړوي

Copyright Larawbar 2007-2024