کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې د اسامه بن لادن په نوم کتابتون جوړشوى

په اسلام اباد کې د اسامه بن لادن په نوم کتابتون جوړشوى

اسلام اباد دبي بي سي دخبر له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د نجونو د يوې مدرسې کتابتون د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په نامه نومول شوى دى.د “جامعه حفصه” مدرسه چې له سرۀ جومات سره تړلې، له دې ادعاو له امله مشهوره ده چې له اورپکو سره اړيکي لري.پر يوې کاغذي لوحې چې د کتابتون پر يوۀ ورۀ ځړول شوې، اسامه بن لادن ته د “شهيد” خطاب شوى.اسامه بن لادن په ٢٠١١م کال کې هغه مهال ووژل شو چې امريکايي کوماندو ځواکونو د پاکستان په اېبت آباد ښار کې، د نوموړي پر کور بريد وکړ.پاکستاني ځواکونو په ٢٠٠٧ م کال کې پر سره جومات وروسته له هغه چپاو يوړ چې چارواکو يې په هېواد کې د شريعت د پلي کولو غوښتنه کوله، او ور سره په تړاو يې پر ځينو توندلارو اقدامونو هم لاس پورې کړى و.پر سره جومات د امنيتي ځواکونو په چپاو کې لسگونه کسان ووژل شول. په کتابتون کې څوکۍ او ميزونه نه شته، او يواځې دوه کمپيوټرونه، په کتابتون کې دننه پر ټغر ايښي دي.اسامه بن لادن په ٢٠١١م کال کې په اېبت آباد کې، پر خپل کور د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شودغه کتابتون د پلازمېنې په زړه کې د ودانيو په يوې لويې ټولگې کې پروت دى، چې د يوې برخې د جوړولو کار يې لا هم روان دى.د مدرسې يوۀ وياند وويل کتابتون ته د نوي نوم ورکړه، اوسامه بن لادن ته چې يو اتل و، د پېرزوينې وړاندې کول دي.مولانا عبدالعزيز د مدرسې مشر دى، نوموړي خبردارى ورکړى “که حکومت مدرسه او يا جومات په نښه کړي نو شريعت موږ ته د ځوابي اقدام اجاز راکوي. که څوک موږ سره په سخت چلند کوي نو دا تمه دې نه لري چې گواکې په بدل کې به ورته د گلانو گېډۍ ورکړل شي.”مولانا عزيز کتابتون د خپل د دفتر په توگه هم کاروي، .د جامعه حفصه مدرسې په کتابتون کې په عربي، اردو او انگريزي ژبو، د شريعت او جهاد په اړه کتابونه، او د قرآن مجيد ژباړه او تفسيرونه شته.