د کندهار او بولدلک د لويي لاري سروې به پيل سي
عطاالله محمدي
د کندهار هوايي ډګر او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ د پروت سړک سروې پيلېږي
فوايد عامې وزارت د کندهار هوايي ډګر او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي سړک سروې پيلوي.
له فوايد عامې وزارت څخه راغلي پلاوي نن له کندهار والي او مرستيال والي سره د والي د کار په دفتر کي وليدل. راغلي پلاوي، چي مشري يې د کندهار د فوايد عامې رئيس انجنېر عبدالمحمد کوله، وويل، له وزارت څخه دوولس تنه پلاوى راغلى، تر څو د کندهار-سپين بولدک ولسوالۍ سړک سروې کړي.
د فوايدې عامې رئيس وويل، د ياد سړک سروې به چي له سبا ورځي پيلېږي، يوه مياشت دوام وکړي او تر هغه وروسته به بشپړ راپور وزارت ته وړاندي کړي. هغه زياته کړه: “له کندهار هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري غځېدلى سړک شاوخوا ٨٠ متره دى، موږ به يې لومړى سروې وکړو او دا به معلومه کړو چي د اوسني سړک د کوم لوري شخصي املاک له منځه ځي.” نوموړي د خبرو په دوام وويل، د اوسني سړک تر څنګ يو بل ٩ متره سړک غځوو او د دواړو سړکونو تر منځ به يو ګلدان هم جوړ کړو. د ده په خبره، تر سروې وروسته به معلومه سي چي پر ياد دوطرفه ١٨ متره سړک څومره لګښت راځي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د کندهار هوايي ډګر او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ پروت سړک په اقتصادي لحاظ ډېر اهميت لري. نوموړي زياته کړه، دا يوه ټرانزيټي لار ده، چي له دې سره به په اقتصادي لحاظ نور پرمختګ هم رامنځته سي.
هغه د خبرو په دوام وويل: “د دغه سړک د کم بر له امله ډېرى وختونه ټرافيکي پېښي رامنځته کېږي. دا چي اوس د دې سړک بر زياتېږي، طبعاً به ټرافيکي پېښي هم لږ سي.”