افغانمل : د ټاکنو کمېسيون دي پاکي او ناپاکي رايي جلا کړي
په مشرانو جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل ،چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد پاکې رايې له ناپاکو جلا کړي او تر هغه وروسته د ټاکنو نورې پايلې اعلان کړي .
هغه وايي ، چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد د هيچا تر فشار لاندې را نه سي او له قانون سره سم د افغانستان د خلکو د رايو پر بنسټ پرېکړې وکړي .
افغانمل د ټاکنو له کمېسيونونو څخه غوښتنه وکړه ،چې هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي.
بسم الله افغانمل په کندهار ولايت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزى د ټاکنيز کمپاين غړى هم وو.
دا په داسې حال کې، چې که د ټاکنو پايلې د اوس په شان روانې وي، نو ټاکنې به دوهم پړاو ته ولاړې سي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، که په لومړي ځل کې يو کانديد هم ونه سي کولاى ،چې تر پنځوس سلنه ډېرې رايې تر لاسه کړي، تاکنې دويم پړاو ته ځي او دويم ځل ټاکنې د هغو دوو کانديدانو ترمنځ ترسره کيږي ، چې په لومړي دور کې يې تر نورو ډيرې رايې ترلاسه کړي وي .
تر دې دمه په نيمايي پايلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤سلنه رايو په ترلاسه کولو سره لومړى او د ډاکټر اشرف غني احمدزى د ٣٣ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره په دوهم مقام کې ځاى لري.