د زابل د امنيت امر د دوهمې چاودنې روغ ووت

اسدالله زړه سواند | اپریل 22nd, 2014


د زابل د امنيت امرسمونوال غلام جيلاني فراهي که څه هم وړاندې په يوه بريد کې ټپي سوى و، خو نن د ماين چاودنې روغ ووت.

پر هغه د سړک غاړې ياده چاودنه د زابل د ښارصفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سيمه کې سوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې په چاودنه کې د فراهي موټر زيانمن سوى، خو هغه تر روغ وتلى دى.

د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې چاودنه ماپښين درې بجې سوې ده او کوم زيان يې نه دى اړولى.

خو وسله والو مخالفينو د ياد بريد مسوليت په غاړه اخيستى او د دريو پوليسو د وژلو ادعا يې کړه.

کابو يوه مياشت وړاندې هم وسله والو مخالفينو د امنيت پر امر بريد کړى وو او هغه يې سخت ژوبل کړى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024