کندهار:وسلوال او انسان تښتونکي نیول سوي

اسدالله زړه سواند | اپریل 28th, 2014


د کندهار سيمه ايز چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کي يې دوه وسله وال او په نهمه ناحيه کي يې دوه سړي تښتونکي نيولي دي.

د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال وايي، چي دوه وسله وال مخالفين هغه مهال ونيول سول، چي د ميوند ولسوالۍ په مرکز کې يې د بريد کولو تابيا نيولې وه.

هغه زياته کړه، چي د وسله والو مخالفينو سره يې وسلې هم نيولي دي.

په همدې مهال د کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کي ويلي، چې د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې دوه ماشوم تښتونکي نيول سوي دي.

سرچينه وايي، چي دوى غوښتل يو ماشوم وتښتوي.

ويل کېږي، چي د يادو تښتونکو سره يو سراچه موټر هم نيول سوي، چي ماشوم يې پکښې لېږداوه.

انسان تښتونه په کندهار کي د سختو امنيتي ستونزو څخه يادېږي، چي د امنيتي ځواکونو د سختې مبارزې سره يې هم مخه نه ده نيول سوې.

زيات وخت دغه سړي تښونکي د شتمنو، سوداګرو او چارواکو ماشومان تښتوي او بيا يې په بدل کي زياتې پېسې غواړي.

څو مياشتې وړاندې انسان تښتونکو څو ماشومان ددې له امله ووژل، چي کورنۍ يې د پيسو په ورکړي کي پاته راغلل.

Copyright Larawbar 2007-2024