په دوهم پړاو کي څنګه ټاکني؟

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2014


په هېواد دننه افغانستان کي د وري ١٦ نېټه د دريم ځلي ټاکنو د ترسره کېدو ورځ وه، تيرو ١٤ څوارلسو کلونو ته په کتو او د دوه ځلي نورو ټاکنو په تعقيب يوه دشوره، جذبې، ميني ډکه او نېک خلوص په ښکاره کولو، امن غوښتلو يوه نه هېرېدونکې او تاريخي ورځ وه.
په دغه تاريخي ورځ کي دبارانونو ورېدو، او وسلوالو ګواښکونو سره، سره ولس خپل سرونه په لاس کي را واخيستل، دخپل وجود وينه يې دخاوري، هېواد، او ملک سره دبې کچي ميني لپاره ونه سپمول، همداسي هر ډول قربانۍ ته تيار په کتارونو کي دورځي له پيل نه تر پايه په ولاړو پښو ودرېدل.
وږى، تږى، او کړېدلى ولس د دې لپاره له سهاره تر ماښامه په کتارونو کي ودرېد، ترڅو ويوه داسي چا ته رايه ورکړي، او يو داسي څوک دزعيم په توګه وټاکي چي وکولاى شي دشته ناورين او موجوده ستونزو دحل لپاره داسي لاري چاري ولټوي چي په پايله کي يې نور ولس دباروتو بوى تنفس نه کړي، نور دمرګونو تاريخي ورځي ونه لمانځي، پر ځاى يې د امن او سوکالۍ ورځي ولمانځي.
ولس خپله مېړانه وکړه دنړۍ او سيمي هېوادونه يې خپلي مېړاني ته ګوته په غاښ حيران کړل، ودنياوالو ته يې وښودل چي موږ پښتانه، نه ترهګر وو، نه ترهګر يو، او نه د ترهګرۍ غوښتونکي يو، بلکي موږ پښتانه د يوه داسي امن غوښتونکي يو چي په تېر ځلي ټاکنو کي مو دخلکو پراخ ګډون هرڅه په ډاګه کړل.
دتيري شنبې په ورځ دهېواد د 34 ولايتونو دټاکنو 100% وروستۍ پايلي اعلان سوې، د اعلان شويو پايلو څخه داسي څرګنديږي چي احتمالاً ټاکني دوهم دور ته ځي، ځکه چي تر اوسه يوه کانديد هم 50+1 رايي نه دي ترلاسه کړي، نو په همدې سره دقانون له مخي ټاکني دوهم دور ته ځي، په دوهم دور ټاکنو کي به بياهم دتېر په څېر ولس را وځي، خپل سر به په لاس کي اخلي، خپله وينه به په ورغوي کي اخلي، له سهاره تر ماښامه به په کتارونو کي دريږي تر څو دخپلي خوښي يو داسي څوک وټاکي چي د ولس په درد وخوري.
په دوهم ځلي ټاکنو کي يو لړ ګواښونه او اندېښني په مخکي دستونزو او خنډونو په ډول پرتې دي، چي له يوې خوا دوسلوالو ګواښونه دي چي ټاکني به تر خپله وسه ګډوډوي حالات به ترينګلي کوي، دا ځکه چي د ټاکنو په دوهمه ورځ له نېکه مرغه کومه امنيتي ستونزه نه وه، دټاکنو همدې بريالۍ ورځي ته په کتو سره دوري پر ١٧ نېټه په پاکستاني رسنيو کي پاکستاني جنرالانو او سياسيونو ديوې پوښتني په ځوابولو چي ولي وسلوال طالبان ونه توانېدل چي حالات ترينګلي کړي، ايا طالبان کمزوري سوي دي که نه بله خبره وه؟ پر وسلوالو ږغ وکړ چي (( وسلوال طالبان کمزوري سوي نه دي بلکي په دغه ورځ باندي څه دپاسه درې يا څلور لکه پوليس او سرتيري په دندو ګمارل سوي وه، ځکه چي اوس هم وختي دى او دافغانستان ټاکني دوهم دور ته ځي )) زه په دې نه هېږم چي دوى بزرګان دي او که په دې ټاکنو کي هم خپله درنه ونډه لري، چي له يوې خوا مخالفينو ته په دوهم ځلي ټاکنو کي جګړې ته دتيارسۍ خبري يا امتيازات ورکوي، او له بلي خوا په ټاکنو کي تر وسه، وسه لاسوهنه کوي.
که څه هم ځيني نوماندان او دهغوى ناقانونه وسلوالي ډلي دټاکنو خپلواک کمېسيون او دشکاياتو خپلواک کمېسيون کار کوونکي په يو نه يو ډول ګواښونو له دې امله ګواښي چي د دوى په ګټه کار وکړي، يا د ډاکټر عبدالله دا وروستۍ څرګندونه (( که چيري موږ واک ته ونه رسيږو په ټول هېواد کي به د سرو وينو ولې وبهوو )) د ديموکراسۍ په دې دور کي به دا او دې ورته نور ګواښونه نه پر ملت نه هم پر دواړو کمېسونونو اثر يا اغېز وشيندلاى شي، او نه به هم د دې ولس په پاکو رايو معامله او سرنوشت لوبه وکولاى سي.
دټاکنو خپلواک کمېسون او دشکاياتو خپلواک کمېسون په وارو، وارو دا خبره په ډاګه کړېده چي که ټاکني دوهم دور ته ځي دوى يې بشپړ چمتو والى لري چي هيڅ ډول تخنيکي او مالي ستونزي به ونه لري.
خو اوس پوښتنه دا ده چي د ټاکنو خپلواک کمېسون به په دوهم دور کي څه ډول ټاکني ترسره کړي، ايا کاميابه ټاکني به وي که به بياهم دټګيو او برګيو څخه ډکي وي، بيا به هم DFC ډي ايف سيان ديوه مشخص نوماند په ګټه ديو څو روپو په مقابل کي دولس رايي خرڅي کړي، بيا به هم په لويو مرکزنو کي درايو پاڼي خلاصيږي او په سلګونه خلک به درايي دنعمت څخه بې برخي کيږي، بيا به هم هغه کسان په دندو ګمارل کيږي چي په فساد کي تر چا کم نه دي، او هم به هغه داصلي رايو صندوقونه خالي پرځاى به په جعلي رايو ډکيږي؟
که څه د انتخاباتو خپلواک کمېسون او د ټاکنو شکاياتو خپلواک کمېسون په دوهم دور ټاکنو کي دا ځلي پورته ټولي هغه ستونزي او په مخکي پراته خنډونه له منځه يوسي، يوه داسي شفافه پروسه رامنځته کړي چي د ولس او ملت دباور وړ وي، نو په پايله کي به يې کاميابه ټاکني او منلي پايلي دولس په وړاندي کښېږدي، که نه ملت او ولس ته به مسول وي، په راتلونکي وخت کي که کوم ډول ناورين منځته راتلى ځواب به يې هم دوى ورکوي.
دتېر په څېر که داځلي هم دهېواد امنيتي اورګانونه په خاصه توګه ملي امنيت، ملي پوليس، او ملي اوردو خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړي او ملت ته يوه داسي زمينه برابره کړي چي له مخي يې دتقلب، ټګۍ، او برګۍ پرته يو داسي څوک وټاکي چي نور دې بل سوي اور ته دوژلو لاري چاري ولټوي، نو ليري به نه وي چي دخداى په کومک او دولس په هڅه يو خپلواک، ازاد، سوکاله، او پرامنه افغانستان لرونکي و اوسو.
د يوه ودان، اباد، سوکاله، ارام، زرغون، او غني افغانستان په هيله.

Copyright Larawbar 2007-2024