دوه بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو په خپله تازه اعلامیه کی وایی چی نن د افغانستان په ختیځ کی طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حمله وکړه چی له امله یې دوه خارجی عسکر ووژل . خبر پاڼی د پیښی دقیق ځای او د دواړو پوځیانو هویت واضح نکړ .
درې ورځی مخکی هم په کندهار کی یو برتانوئ هلیکوپتر لوېدلی و چی پنځه برتانوي پوځیان پکښی وژل سوي وو .