فضل الرحمن:جهاد په افغانستان کي روا خو په پاکستان کي ناروا دئ

اسدالله زړه سواند | اپریل 29th, 2014


فضل الرحمن : په افغانستان کي جهاد جايز او په پاکستان کي ناجايز دئ

د پاکستان د جمعيت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکې کي ويلي، چي د افغانستان سوله يې په لاس کي ده، خو ددغه هيواد چارواکي د طالبانو سره په مذکراتو باور نه لري.

هغه د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کي د وسله والو مخالفينو جګړه جايزه ګڼي، خو په پاکستان کي يې ناجايزه ګڼي او استدلال کوي، چي افغانستان تر ير غل لاندي دئ.

د جمعيت علما ګوند دغه مقام په پاکستان کي روانه جګړه هم د افغانستان تحفه بولي او زياتوي، چي د افغانستان جګړه پر حق ده او که څوک د پاکستان سره جهاد اعلانوي، لومړى بايد مذاکرات وکړي.

څه موده وړاندې مولانا فضل الرحمان ويلي وه، چي په افغانستان کي به د حکومت او سولي د عالي شورا هڅې هغه مهال اغېزمنې سي چې امریکا په رښتیا سره د سیاسي بهیر ملاتړ او همکاري ورسره وکړي.

دی زیاتوي له طالبانو سره باید د یوه متحد غورځنګ په توګه خبرې وسي نه دا چي له بېلو ډلو او قوماندانو سره جلا معامله وسي.
تر اوسه افغان حکومت د مولانا فضل الرحمن د وروستیو څرګندونو په اړه څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024