کندهار:ملي امنیت ۷کسیزه غلچکي ډله نیولې
ملي امنيت په کندهار کې د غلچکي بريدونو اووه کسيزه ډله نيولې
د کندهار ملي امنيت ځواکونو په دغه ولايت کې د بېلا بېلو عملياتو پر مهال د هغه اوو وسله والو د نيولو خبر ورکړى دى، چې غلچکي بريدونو يې کول.
د کندهار ملي امنيت رسنيو ته په يوې لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې يادو کسان د روانې اوونۍ په جريان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيول سوي دي.
سرچينه وايي، چې د نيولو سويو کسانو سره څلور مېله کلاشينکوفونه، دوې ميله پيکا او د کلاشينکوف لس شاژورونه هم ترلاسه سوي دي.
دغه کسانو د رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري تېر ايستل سوي او په ښار او ولسواليو کې يې غلچکي بريدونه کول.
هغوئ وايي، چې د وسله والو مخالفينو قوماندانان، چې په پاکستان کې اوسېږي، د دوى کورونو ته ورغلي او د پيسو، وسلې او موټرانو د ورکړې او د نېښ وهلو ترڅنګ د مېلې او بانډار په نوم بيولي او بيا جګړې ته هڅولي دي.
نيول سوي اووه مخالفين د کندهار د ژړۍ، ميوند او ارغستان او همداشان د غزني، زابل او اروزګان اوسېدونکي دي، چې د خپل کاروباره ولاړ سوي او د جګړې په ليکو کې شامل سوي دي.
تر دې مخکې هم وسله والو مخالفينو د پيسو او نورو امتيازاتو د ورکړې په نوم مجبور ځوانان خطاايستلي مخالفت ته يې هڅولي وه.