په غورک او خاکرېز کي څلور ماين ښخوونکي وژل سوي دي

اسدالله زړه سواند | اپریل 29th, 2014


د کندهار سيمه ايز چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په دوو ولسواليو غورک او خاکرېز کي د جلا – جلا پېښو پر مهال څلور وسله وال د ماين ښخولو پر مهال وژل سوي دي.

لومړۍ پېښه د خاکرېز ولسوالۍ د باغکي او ناصرانو کليو ترمنځ سوې ده.

د خاکرېز ولسوال حاجي فضل محمد غريب شاه وايي، چي وسله والو په لويه لار کي ماينونه ايښودل، چي د ايساف د امنيتي کېمرو د لارې کشف سول.

هغه زياته کړه، چي وروسته ايساف ځواکونو پر هغوئ هوايي بريد وکړ ، دواړه يې ووژل او دوه ميله وسله يې ترې اخيستې ده.

بلخوا د شمالي ولسوالۍ غورک د ويالو په سيمه کي هم دوه ماين ښخونکي په خپل ماين وژل سوي دي.

د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال وايي، چي يادو کسانو پرون سهار اته بجې په لويه لار کي ماينونه ځاى پر ځاى کول.

د يوه بل خبر له مخي پرون غرمه يوه نيمه بجه د سپين بولدک ولسوالۍ په ګند سيمه کي پوليسو يو ماين کشف او شنډ کړ، چي د ميوې په يوه کرېټ کي ځاى پر ځاى سوى وو.

همداشان پرون سهار ٦ بجې د ميوند ولسوالۍ په مرکز کې ملي پوليسو عمليات کړي دي او دوه وسله وال يې د وسلو سره يو ځاى نيولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024