په کندهار کي د پوهنې لپاره د دريو پروژو کار پيل سو

اسدالله زړه سواند | اپریل 29th, 2014


د کندهار د پوهنې رياست مسولينو په دغه ولايت کې د ٣٧ ميليونو افغانيو په ارزښت د دريو پروژو د بنسټ ډبره کښېښودل.

په دغه پروژو کي د پوهنې رياست لپاره نوې ودانۍ، د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې امريت او د نهمې ناحيې د خيراباد ښوونځى جوړول شامل دي.

د کندهار د پوهنې تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، چي پر يادو پروژو نژدې ٣٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چي د پوهنې وزارت د پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، چي دغه ودانۍ به د نهمو مياشتو په موده کي په عصري او اساسي ډول جوړ سي، چي پر مهال به يې هغه ستونزې حل سي، چي مخکې يې د ځاى د نشتوالي له امله درلودې.

چارواکي وايي، چي خپله د پوهنې رياست د ځاى د نشت سره مخ وو او اوس په څلور پوړيز ودانۍ ٣٣ اطاقونه او نور اړوند امکانات ورته جوړېږي.

ددې سره په خوا کي د نهمي ناحيې د خيراباد ښوونځى هم مخکې په يوه کرايه کور کي جوړوه، چي د ځايي خلکو په غوښتنه ورته نوې ودانۍ جوړېږي.

همداشان د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې امريت مخکې د ځاى د نشت له امله د باباولي په ليسه کي جوړ وو، چې هلته يې زده کوونکي د ستونزو سره مخ کړي وه.

د کندهار د پوهنې تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، چي روان کال تر پايه به ٢٢ نورې ښوونځى هم ورغوي.

دغه ښوونځى، چي په تېرو جګړو کي زيانمنې سوي دي، مخکي د وسله والو مخالفينو سنګرونه وه.

Copyright Larawbar 2007-2024