کور / تازه خبرونه / حامدکرزي د کویټ د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

حامدکرزي د کویټ د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

دجمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه: د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کویټ هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي ” خلف بوظهیر ” باور لیک نن د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان لپاره د کویټ هېواد نوي نااستوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
د کویټ هېواد نوي نا استوګن سفیر دخپل هېواد د امیر او صدراعظم سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس کرزي ته و رسولې، او ډاډ یې څرګند کړ چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.
جمهور رئیس حامدکرزي د کویټ هېواد نوي سفیر ته په افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګې اچونې د لازمو فرصتونو د شتون په باب ښاغلي “خلف بوظهیر” ته معلومات ورکړل او له ده څخه یې وغوښتل چې کویټي پانګوال وهڅوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.